د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار ټرافیک پېښه، د وژل شویو شمېر ۴۵ شو


د افغانستان د کندهار له جنوبي ښار سره نږدی د ټريفک په پيښه کي شا و خوا ۴۵ کسان مړه شوي دي .

د کندهار د والي وياند جاويد فصل ويلي دي دغه پيښه د ميوند ولسوالۍ په چوپال سيمه کې پرون هغه وخت رامخې ته شوه کله چې د سپرلو يو بس د تيلو ټنکر سره وجنګېد. په وژل شوو کې ماشومان او ميرمنې هم شامل دي.

د يادی ټرافيکي پېښې پلټنې روانې دي خو د هېلمند ولايت د والي وياند ويلي چې د تېلو پر دغه ټانکر د طالبانو له خوا د بريدو وروستو اوور لګېدلی وو چې بيا ورسره بس ټکر وخوړ. خو د کندهار د والي وياند دا رپورټ ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG