د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ امر: ورک کسان ژر وموندۍ


غلام غوث

د پېښور های كورټ په چېف جسټس دوست محمد خان او جسټس روح الامېن مشتمل دوه کسیزه بينچ د زيارت پر ورځ د ۳۵۵ لادركه كسانو د دوسییې د اورېدنې پر مهال د داخله او دفاع وزارتونو ته امر وكړ چې د استخباراتي ادارو په ملاتړ دي د لادركه كسانو پته ولګوي او په دې لړ کې دې بشپړ راپور د مې پر ۲۹ نيټه د دغه قضيیې د رارواني اورونې پر مهال عدالت ته وړاندې كړي-


په پېښور های كورټ کې سركاري وکیل ډیپټي اټارني جنرل اقبال مومند مشال ريډيو ته وويل:

"د ورك شويو دري نيم سوه كسانو په باب عدالت په های كورټ کې لګيدلي وو،او د وزارت داخله او دفاع وزارت چارواکي هم راغلي وو، د دفاع وزارت مكمل راپور نه وو جمع كړی، هغوی نور وخت غوښتلو نو د مې ۲۹مه نيټه یې ورته وركړه چې د لادركه كسانو په لړ کې دې د دفاع وزارت پوره ځواب څه دي؟"

د وركو كسانو د دې مقدمې د اوروني پرمهال د خيبر ايجنسۍ نه د دوو لا دركه كسانو په لړ کې د خيبر اېجنسۍ پوليټيكل اېجنټ مطاهر زيب په عدالت کې وويل چې د خيبر اېجنسۍ د دغه دوه كسانو مړي موندل شويدي او ګمان کېږي چې په پوځي عملياتو کې وژل شويدي.

په دې لړ کې د سركاري وکیل اقبال مومند په وينا چېف جسټس دوست محمد خان د خيبر اېجنسۍ پوليټيكل انتظامیې ته امر وركړو چې كه چېري دا دوه كسان بې ګناه وژل شوي وي نو سركار دې د دوی کورنیو ته د د مړي تاوان وركړي-

د وركو كسانو د دې مقدمې د اورېدنې پر مهال د لادركه كسانو كورنیو د پېښور های كورټ د ودانۍ نه بهر احتجاج هم ترسره كړو او عدالت ته د ننوتو هڅه يې هم وکړه خو امنيتي چارواكو دوی منع كړل-

د لادركه كسانو د كورنیو غړي اكثر په امنيتي ادارو تورونه لګوي چې دوی د هغوی د كورنو غړي بغير د څه جرم نيولي دي او د مړي او ژوندي پته يې نه لګېږي. په دې لړ کې د سوات د تحصيل كبل يوې مېرمني مشال ريډيو ته وويل:

د سوات جان سبا:"زما خاوند محمد حليم او دوه زامن ناصر او محمد حليم د ۲۰۰۹ نه لاپته دي او مېجر ادريس بیولي دي،خاوند مې د پيپسي اېجنسۍ لرله، ټوله مېنګوره سوات ګواه کولی شي چې چې بې د څه ګناه يې زموږ دا كسان بیولي دي. زموږ د خاوندانو او بچو څه ګناه ده چې د پنځه كلونو راهیسې، های كورټ او سپريم كورټ ته ځو؟موږ وايو يا ټيليفون باندي ورسره خبرې وشي يا ورسره ملاقات وشي خو هيڅ درك يې نه لګېږي، موږ زكوات خيرات ټول كړو هغه رانه ټكټ کې ولګېږي،نو زموږ ګناه څه ده؟قانون ته دا خواست او درخواست كوم چې قانون ته دې وړاندې كړي او كه څه پرې وي نو مړه دې كړي خوخدای ته وګوري زموږ خپل كسان راپيدا كړي"

په پېښور های كورټ کې د زيارت په ورځ د لادركه كسانو په اړه د وزارت دفاع او وزات داخله د جمع كړي شوي راپور تر مخه ډير كم پرمختګ شوی دی -
XS
SM
MD
LG