د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک:د پولیس او وسله والو نښته کې 6 تنه ووژل شول


د خيبر پښتونخوا د کرک ضلعې داود شا بانډه کې د وسلوالو او د پوليسو ترمينځ نښته کې څلور وسلوال او دوه پوليس وژل شوي دي.


په کرک کې د ټیري تاڼي محرر ناصر خان مشال راډيو ته وويل چې بېګا د شپې يو شمیر وسلوالو پر تاڼې بريد وکړ، چې د ده په خبره څو ګنټې جګړې دوام درلود.

دی وايي، په بريد کې دوه پوليس او څلور بريد ګر وژل شوي او دوه وسلوال يې په ژوبل حالت کې نيولي دي.

پوليسو په سيمه کې د پلتون عمليات پيل کړی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG