د لاسرسي ځای

تازه خبر

"چاودنې انتخابات نه شي اغېزمنولی"


دا په پېښور کې پر عوامي نېشنل پارټۍ د ځانمرګي برید تصویر دی.
دا په پېښور کې پر عوامي نېشنل پارټۍ د ځانمرګي برید تصویر دی.


ګل ایاز

د پاکستان په درو صوبو کې په تيرو ۲۴ ګنټو کې تر لس زياتو بمي چاودونو او بريدونو یو شمېر کسان ووژل او ګن نور یې ژوبل کړل.


د چاودنو په دغه لړۍ کې د بلوچستان په کوټه کې څلورو چاودنو لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او ۴۰ نور یې ژوبل کړل. د يادي صوبې په سیوۍ کې هم چاودنه شوې.

د سیند صوبې په کراچۍ ښار کې په بمی چاودنه کې څلور کسان وژل شوي، همداراز د خيبر پښتونخوا په پېښور، ډيره اسماعېل خان، سوات او مردان ضلعو کې بمي چاودنو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دا چاودنۍ په داسي حال کې شوې چې ټولټاکنو ته ۱۶ ورځې پاته دي.

په اسلام اباد کې خبريال او د سياسی چارو کار پو عامر متين له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، که څه هم په هيواد کې امنيتي صورتحال ډېر خراب دی، خو د ټولټاکنو لپاره د سياسي ګوندونو ژمنتيا ډيره مهمه ده.

عامر متين زياته کړه:

((د دې چاودونو له مخکې خبرې کيدلې، دغه اندېښنې لا د وړاندې وې. خو يو ډیره مثبته خبره په دې کې دا ده چې د سياسي قوتونو د ټولټاکنو لپاره ژمنتيا تر دې حده پورې ده چې څومره هم چاودنې وشي، دوی به په انتخاباتو کې برخه اخلي.

په دې لړ کې سیاسي ګوندونو ترمينځه يوالي شته. په دې کې عوامي نېشنل ګوند تر ټولو زيات اغيزمن شوی خو دغه ګوند د انتخاباتو د ځنډ خبره نه کوي. په پاکستان کې د انتخاباتو ماحول جوړ شوی دی او اوس دا نه شی درولی، بلکې له دې سره جمهوريت ته تقويت ملاويږي))

د خبريال عامر متين په خبره امنيتي صورتحال به يو انتخابې بهير لا مثبت لور ته روان یوسي.

په پېښور کې خبریال او د سياسي چارو کارپو عقيل يوسفزي له مشال راډيو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه، چې د خرابو امنيتي حالاتو په وجه انتخابي کمپاين ودرېدلی دی او دا حالات به په رارونو ورځو کې نور هم خراب شي.

خبريال عقيل يوسفزی زياتوي چې راروانو ورځو کې سياسي ګوندونو او په ځانګړې توګه سيکولر ګوندونو ته تحفظ ورنکړل شو، نو انتخابي نتیجې به مشکوکې وي.

خو کارپوه عامر متين هم دې خبرې ته اشاره کوي چې دغه بمي چاودنې پر سيکولر او لیبرل ګوندونو ترسره کيږي او له دې داسې اندېښنې څرګندېږي، چې مذهبي ګوندونه هم په دې کې لاس لري.

خو د دې بل اړخ ته هم کتل په کار دی چې له دې سره دغو ګوندونو لپاره د خلکو همدرديانې هم زياتې شوې دي.


عامر متين وايي چاودنې په انتخاباتو کې رای ورکونکو پر شميره اثر نه شي کولای. د ده په خبره په دې انتخاباتو کې د مخکینیو هغو په پرتله زيات اميدوران ولاړ دي.

((زما په فکر که چاودنې نورې هم زياتې شي، خو ټولو سياسي ګوندونو د انتخاباتو پر کولو هکړه کړېده، او زما په اند په دې ټاکنو کې به د ووټ اچولو شرح له نورو انتخاباتو نه زياته وي. د دې تر ټولو لويه وجه دا ده چې ۵۰۰۰ کانديدان په کې له نورو ټاکنو نه زيات ولاړ دي، او ځوانان په کې برخه اخلي، بيا د ميډيا کردار هم دی چې خلکو کې يې شعور رابيدار کړی دی.))

د کارپوهان په خبره په پاکستان کې مې مياشتې ټولټاکنو لپاره امنيت تر ټولو مهم عنصر دی او نګران حکومت بايد له شفافو او رڼو ټاکنو سره سره د سياسي ګوندونو تحفظ لپاره جامع ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG