د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولټاکنو څارنه:مدني ټولنو ۴۳۰۰۰ کارکونکي ګمارلي



غلام غوث

د خیبر پښتونخوا په مرکز په پېښور پرېس كلب کې د آزادو او بې پلوه انتخاباتو لپاره د یوې مدني ټولنې شبكې (فري اينډ فيئر الېكشن نيټ ورك) وايي په زرګونو د مدني ټولنو كاركوونکې به د راروان ټول ټاكنو څارنه كوي او د امنيت ستونزه د راروانو ټولټاكنو لپاره يوه لويه ننګونه ده او د فري اينډ فيېر الېكشن نيټ ورك په دستوره کې د پېښور د اين اې څلورمې حلقې آزادو كانديدانو د نورو مذهبي او سياسي ګوندونو په پاليسو نيوکې وكړې.


د مدني پروګرام همغاړی کوونکی (كوارډينيټر) زبېر انبیا مشال ريډيو ته وويل چې ۴۳۰۰۰ د مدني ټولنو كاركوونکي به د راروانو ټولټاكنو څارنه كوي - ده زياته كړه((موږ پر انتخابې كميسون فشار هم اچولی دی چې د كانديدانو د امنیتي سرتيرو شمير زيات كړي. ولې په دې ورځو کې د دوی دا حق دي چې جلسې وكړي. ځکه چې دوی جلسې نه كوي نو څه رنګ به خلك ځان ته هڅوي. نن سبا چې كومې چاودنې شروع شوي دي نو د دې له وجې ولس د انتخاباتو نه په شا تښتي او وېرېږي. په خصوصي توګه ښځې وېرېږي))

په پېښور پريس كلب کې د آزادو او بې پلوه ټولټاكنو لپاره د مدني ټولنو د شبکې له اړخه د پېښور د اېن اې څلورمې حلقې ټولو كانديدانو ته بلنه وركړل شوې وه خو په دې غونډه کې زياتره آزادو كانديدانو ګډون وكړو او په نورو سياسي او مذهبې ګوندونو يې نيوکې وكړي-


آزاد كانديد شوكت مومند:


((يو ګوند داسې نه وينم چې ولس به ترې مطمئين وي، يوازې مداريتوب دی، په حقيقت کې څوك هم د ولس مسئلي نه حلوي، خلك په لينډ كروزرو او موټرو کې ګرځي خو ما خپل کېمپين له ټانګې پيل كړی دی او لوی لوی ګاډي تر دې ټانګې لاندې كوم))

آزاد كانديد سيد حيضر امين:


((اسلامي ګوندونه وايي، چې دوی شريعت راوړي او دا كوم او هغه كوم، پنځه كاله لويه موده وي خو دوی په پنځو كلونو کې شريعت نافذ نه كړ، تاسو وګورئ د جماعت اسلامي پخواني د قامي اسمبلۍ غړي صابر حسين اعوان په خپل الېكشن کېمپين پنځه كروړه روپې لګوي، نو دا پېسې له ده سره له كومې راغلې؟))

خو په دې دستوره کې د اين اې څلورمې حلقې نه د عوامي نيشنل ګوند كانديد ارباب ايوب جان د جماعت اسلامي كانديد صابر حسين اعوان د پاكستان پيپلز ګوند كانديد مصباح الدين او د نورو سياسي ګوندونو كانديدان موجود نه وو چې د آزادو كانديدانو دا پوښتنې يې ځواب کړې وای.


د پېښور په اېن اې څلورمه حلقه کې د پېښور په كوهاټ روډ نا آرامه سيمي متنو اديزۍ بډه بېره او نور كلي آباد دي. دا چې په دي نا ارامه سيمو کې به څه رنګ ښځې خپلز رایې اچوي. د دې پوښتنې په ځواب کې په ياده دستوره کې د ښځو د ووټونو لپاره كاركوونکې صاّبره بي بي مشال ريډيو ته وويل:

((زه دا وايم چې ښځو ته په ټولټاكنو کې ځكه برخه اخیستل په كار ده چې دا د هغوی حق دی چې په دې بنياد به ښځې خپل حق غواړي، او مرګ او ژوند خو د الله په لاس کې دی، د پاكستان حالات تاسو ته پخپله معلوم دي،كه چېري موږ ټول په كورونو کې کښېنو نو بیا خو د دې حالاتو مقابله نه کېږي))
XS
SM
MD
LG