د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برکسلز غونډه کې د ګوشتې دروازه هم موضوع ده



ولسمشر حامد کرزی د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ په درې اړخيزه غونډه کې د ګډون په هدف بروکسل ته روان شو.


له ارګه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې چې ولسمشر کرزی به دې غونډه کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان له یو شمیر ملکي او پوځي چارواکو سره وګوري.

د بروکسل په درې اړخيزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو، د سولې د بهير، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړيکو کې د وروستيو رامنځته شوو ستونزو او په ځانګړې توګه د ننګرهار د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ډيورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د دروازې جوړېدو پر څرنګوالي بحث او خبرې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG