د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کتاب مینه وال ډیر شوي دي


نجیب الله الوخیل

په خوست کې د کتاب پلورنځیو دوکانداران وايي، چې د پخوا په پرتله يې کاروبار ښه شوی او اخیستونکي يې ډیر شوي دي ،خو بل لوري ته یو شمیر فرهنګیان اندیښنه لري، چې په پښتو ژبه کې د علمي او مسلکي کتابونو کمښت ددې لامل شوی ،چې ډیری ځوانان یوازې د مزاحیه او داستاني ادبیاتو مطالعې ته مخه کړي.


د خوست ښار په ښاروالۍ سړک کې له یو بل سره نږدې لس کتابتونه فعالیت کوي ،چې د پخوا په پرتله د کتابونو دشمیر او څومره والي له اړخه ډیر پراخ شوی دي او تر یوه بریده پکې په بیلابیلو برخو کې داړتیا وړ کتابونه موجود دي .

په زړه پوري داده ،چې په دې نږدې فاصله کې بیاهم هیڅ کتاب پلورنځی له خلکو تش نه مالومیږي ،د پوهنتونونو ،علمي موسسو ،انستیټونو او ښوونځیو په پیلیدو سره د کتابونو درانیونکو مراجعه ډیره شویده.

ډیری ځوانان د کتابتونونو په مخکې راځوړند کتابونه له نظره تیروي او د خوښې وړ کتابونه رانیسي. محمد طاهر ،چې په خوست ښار کې له وروستۍ یوې لسیزې کتابتون لري له خپل کار وباره رضایت لري او وايي ،چې کاروبار يې د پخوا په پرتله ډیر ښه شویدی:

د کتابونو دکار وبار بازار دپخوا په پرتله ډیر ښه شوی دی،که زه ووایم ،چې زموږ کاروبار د لوموړیو وختونو په پرتله په مراتبو بهتر شوی دی.

د رئیس خان منګل په نوم د یو بل کتابتون مالک هم وايي ،چې خوست کې د پوهنتونونو او نورو علمي موسساتو او ښوونځیو په ډیریدو سره د کتابونو مینه وال هم زیات شوي او بیلابیل کتابونه رانیسي.

بلخوا په پښتو ژبه کې دعلمي او اکاډمیکو کتابونو کمښت د دې لامل ګرځیدلی ،چې ډیری ځوانان د استاني ادبیاتو او د شعري ټولګو مطالعې ته مخه کړي،یو شمیر لیکوالان وايي ،چې باید دتحقیق ،څېړنې او ژباړې له لارې د پښتو ژبې علمي خوا بډایه شي او په دې توګه باید پښتو د ساینس او تکنالوژۍ ژبه شي:

((فضل وزیر وايي،په پښتو ژبه کې د علمي او مسلکي کتابونو لږوالۍ د دې لامل ګرځیدلی جې ځوانان د استاني ادبیاتو ته مخه کړي ،زما وړاندیز دادی هغو خپرندویه ټولنو ته چې دوی کتابونه خپروي او چاپوي دوی باید په پښتو ژبه کې علمي او مسلکي کتابونه چاپ او خپاره کړي.))

دملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیر سپن ګل روان نورزی وايي، کتابتونونه باید په نورو نړیوالو ژبو خپاره شوي کتابونه هم ولري او ترڅنګ يې وړاندیز کوي ،چې لیکوالان دې د پښتو دبډاینې لپاره له خارجې اثارو ژباړې وکړي:

((کچیرې زموږ په ښار کې نور چاپي هغه اثار چې د نړۍ په ډیرو مهمو او مروجو ژبو چاپ شوی دي دلته موجود وای ،ځوانانو کولای شوای ،چې هر ګټه پورته کړی وخت د هغه نه استفاده وکړي او هم ژباړې په دې برخه کې ډیرې ګټورې تمامیږي.))

د خوست داطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه دفرهنګیانو اندیښنه پرځای بولي او وايي ،چې پښتو ژبې ته دیو شمیر خارجي اثارو د ژباړې په پلانونو په منظمه توګه کار کوي.

دی زیاتوي، چې په داسې میکانیزم کار کوي چې د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې دا ډول کتابتونه جوړ کړو ،چې دانټرنیټ په شمول دپوره اسانتیاوو څخه برخمن وي او کوښښ مو دادی ،چې له نورو ژبو پښتو هغه کتابونه راوژباړو ،چې په علمي او مسلکي لحاظ ځوان کهول لپاره ګټور وي.

د کتونکیو له انده که چیرې حکومت د بیلابیلو برنامو له لارې د ځوانو په منځ کې د کتاب لوستنې دودولو ته پام زیات کړي پدې سره به په ټولیزه توګه د ځوانانو سیاسي او ټولنیز شعور وده وکړي او په راتلونکې کې به ډیر مسوولیت منونکي شي.
XS
SM
MD
LG