د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: د پولیس او وسله والو له ډزو، یوه ماشومه مړه


د خیبر پښتونخوا د نوښار رسالپور تاڼې چارواکي وايي، د رسالپور باره بانډه سیمه کې د پولیس او وسله والو په ډزو کې یوه ماشومه نجلۍ وژل شوې او مور یې سخته ژوبله ده.


د رسالپور تاڼې سب انسپکټر عاصم خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې، وسله وال په تېښته بریالي شوي دي.

پولیس د پیښې پلټنې پیل کړې دي او وایي چې بریدګر ترهګر نه بلکې مفروران کېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG