د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د ځمکې نیونې پر ضد لاریون



د کابل ښار د هود خیلو سلګونه اوسېدونکو نن د ګل پر ورځ مظاهره وکړه او د کابل جلال آباد لویه لاره یې د ټرافیکو پر مخ و تړله.


مظاهره کونکو ادعا وکړه چې د دفاع وزارت د دوی شاوخوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکه غصب کړې ده.
مظاهره کونکو ټينګار وکړ چې که د دوی غوښتنه ونه منل شي نو خپلې مظاهرې ته به دوام ورکړي.

د دفاع وزارت وایې د دې ستونزې د حل لپاره یې د دفاع وزارت اومظاره کوونکو یو ګډ پلاوی ګمارلی څو دا مساله حل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG