د لاسرسي ځای

تازه خبر

د الوتکې سورلۍ خوشي کولو هڅې روانې دي



د لوګر سیمه ایز چارواکي وایې د هغې هلیکوپټرې د عملې او سورلۍ د خوشي کولو لپاره هڅې رواني دي چې، تیر ماښام په ازرې ولسوالۍ کې تر بېړنۍ ناستې وروسته، طالبانو و نیوله.


د لوګر د ولایتي شورا ریس، ډاکټر عبدالولي وکیل مشال راډيو ته وویل چې دې هلیکوپټرې د هوا د خرابوالي له امله بېړنۍ ناسته کړې وه .

نوموړی زیاتوي چې دې الوتکې نهه تنه عمله درلوده.

د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال ریس خان صادق عبدالرحیم زی هم دا خبر تاییدوي او وایې چې دا هلیکوپټره د خراسان په نامه په یوه خصوصي شرکت پورې اړه لري.
آیساف ځواکونو ویلي چې دا هیلې کوپټره دوی پورې اړه نلري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG