د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله به ملګرو ملتونو ته خپله لومړۍ وینا کوي


راپور: بیزنس لاین

د خیبر پښتونخوا د سیلاني سيمې سوات ملاله یوسفزۍ چې اوس د نجونو د حقونو لپاره په نړیوال څلي بدله شوې په نیویارک کې ملګرو ملتونو ته د جولايي پر ۱۲مه نېټه به پر خپله ۱۶مه کالیزه وینا کوي او همدا به اوس د ملالې نړیواله ورځ بلل کېږي.


ملاله یوسفزۍ په سوات کې له خپله سکوله کور ته پر لاره وه چې وسله والو طالبانو په ډزو وویشتله.

د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نن اعلان وکړ چې ملاله د نجونو تعلیمي کمپېن چلولو لپاره هوډمنه ده او په نیویارک کې د نړۍ له لربر څخه د ځوانانو یوې ځانګړې رابلل شوې غونډې ته وینا کوي.

د هغې لومړی نړیواله ولسي وینا د ګورډن براون او د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د مشر وک جېریمیک له لوري چمتو شوېده.

نړیوال ابتدايي تعلیم

تمه کېږي د نړۍ له لربره به خواشا ۴۰۰۰ ځوانان کسان د نړیوال ابتدايي تعلیم خوندي کولو په موخه د ځوانانو کمپېن پرانستونکې غونډه کې برخه اخلي. دا مهال د نړۍ ۶۱ میلیونه ماشومان یوه ورځ هم ابتدايي ښوونځي ته نه دې تللي.

ملاله د نړۍ د لربر نجونو لپاره یو رښتونۍ بل مشال دی چې الهام ترې واخلي. زه په بشپړه توګه د هغې زغم او حوصلې اغېزمن کړی یم چې هغه څومره په زړورتیا په دغه کړېدلي حال کې ټینګ هوډ او ژمنیتا لري. زه پوره ډاډ لرم چې هغه د هرې یوې نجلی او هره یوه هلک لپاره په ښوونځي ته بیولو یوه رښتونې مشره کېدائ شي.

ملاله چې له ویشتلو وروسته یې په ښه توګه زغرده درملنه وشوه، ښوونځي ته د تلو جوګه شوه، او اوس د خپلې لومړنۍ نړیوالې ولسي وینا تیاري کوي.

ملالې له مودو راهیسې د نجونو د تعلیم لپاره په لېوالتیا سره مبارزه کړې، د خپل دریځ د لا پیاوړي کولو لپاره به په خپله وینا کې وايي، چې د تعلیم مبارزه کې د ځوان کهول ونډه ډېره مهمه ده.

د زریزې پرمختيايي موخه

د ملالې ورځ په غونډه کې به د ځوانانو په دې پرېکړه لیک سره چې تر ۲۰۱۵م کاله په رښتونې توګه تعلیم د ټولو لپاره موخه حاصله شي. چې په ۲۰۰۰م کال په دویمه زریزه پرمختايي موخه کې یې ژمنه شوې وه.

ګورډن براون دغه اعلان په واشنګټن کې د ملګروملتونو له سرمنشي بان کي مون او د نړیوال بانک له مشر جیم کیم سره د یوې نړیوالې غونډې پر مهال وکړ.

.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG