د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ د نړۍ مخورو شخصیتونو کې




د امریکا ټایم مجلې له مخې د پښتونخوا د سوات ملاله یوسفزۍ د نړۍ د سلو مخورو او اغېزلونکو خلکو په فهرست کې راغلې، چې د نجونو لپاره د تعلیم کمپېن چلولو لپاره د وسله والو طالبانو د برید ښکار شوه.


شپاړس کلنه ملاله پروسږ کال په اکتوبر میاشت په سوات وادي کې له ښوونځي کور ته په روانه وه، چې پاکستانیو طالبانو په سر په ډزو ویشتله.

نوموړې د درملنې علاج لپاره برتانیا ته وړل شوې وه، او لا هم هلته اوسېږي. دا د سږني کال نوبل سولې جایزې لپاره هم نومول شوې ده.

د ټایم مجلې کلني نوملړ(فهرست) کې د ارټ، سوداګرۍ، او سیاست غوره شخصیتونه شامل وي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د غوره شخصیتونو په دغه نوملړ کې اته واره راغلی دی او همدارنګه د هغه میرمن میشل اوباما هم دا امتیاز ترلاسه کړی دی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG