د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: ګوندونه دې غونډې چاردیواري کې کوي




د خیبر پښتونخوا نګران حکومت ویلي، د سیاسي ګوندونو دمشرانو حفاظت لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوي او دوی ته هم په کار ده چې دانتخاباتو د کمپاین لپاره خپلې غونډې په خوندي ځایونو کې او په وړه کچه وکړي.


پرون(شورو ورځ) د پیښور په وزیر اعل هاوس کې د نګران وزیراعلی جسټس ریټایرډ طارق پرویز په مشرۍ کې دامن امان په حواله یوه ټول ګوندیزه غونډه وشوه چې په کې دنګران کابینې ترڅنګ د صوبې چیف سیکرېټري هم ګډون وکړ.

بیګاه ناوخته د اطلاعاتو نګران وزیرې مسرت قدیم مشال رېډیو ته وویل، چې د ووټ اچونکو د حفاظت لپاره هم ګامونه اخلي:(( وزیراعلی په غونډه کې وویل رای اچوونکو ته د خوندي ځایونو بندوبست کوي چې د ترهګرۍ د پېښې مخنیوی وکړل شي))

مسرت قدیم زیاته کړه چې په دې لړ کې عوامي نېشنل ګوند ډېر مشکلات لري نو حکومت کوښښ کوي چې دوی ته هر ډول ممکن تحفظ ورکړل شي. او په دې لړ کې یې له مرکزي حکومته صوبې ته ایف سي ځواکونو د واپس کولو غوښتنه هم کړې ده.

دیادونې وړ ده چې پرون د عوامی نېشنل ګوند یو مشر حاجي علام احمد بلور یو خبري غونډه کې ویلي وو که پر کورنۍ یې بل برید وشو نو ایف آی آر به یې د صدر، آرمي چیف، چیف جسټس، الېکشن کمشنر او د هغه ټولو سیاسي ګوندونو د مشرانو خلاف درجوي چې د تره ګرۍ د پیښو غندنه نه کوي.

نوموړي له هغه وروسته خبري غونډه راوبلله چې د نهې په شپه د پېښور يكه توت کې د عوامي نېشنل ګوند پر يوې غونډې د وسلوالو طالبانو په یوه ځانمرګي بريد کې د شپږو پوليسو، درې ماشومانو او يو خبريال په شمول ۱۸ كسان وژل شوي او ۳۴ نور ژوبل شو.
XS
SM
MD
LG