د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د هنر اکيډيمي پرانستل شوه


بازمحمد عابد
د هنرمندانو د ټولنې په نوښت د مرحوم استاد چمن ګل په نوم د موسيقۍ د هنر د زده کړو اکيډيمي تيره ورځ په جلال اباد ښار کې پرانستل شوه. په دې اکيډيمۍ کې به د موسيقۍ د بيلابيلو الاتو د زده کړو تر څنګ ځوانو سندرغاړو ته د اواز جوړولو لارې چارې هم ښوول کيږي.


د ننګرهار د هنرمندانو ټولنې او د يادې اکيډيمۍ مشر استاد کمين ګل وايي چې د سوچه افغاني موسيقۍ د خوندي ساتلو په غرض يې دغه اکيډيمۍ پرانستې ده ،نوموړی وايي.

( دلته د اواز خوانۍ زده کړل ورکول کيږي چې سندرغاړي شي او د خپل اواز د ښه والي لپاره ورته استاد عبدالستار درس ورکوي. ارمونه هم ورته ښيي. او سندرغاړو په اواز کې ورته هغه کرج او نور شيان ښيي. بل د تبلې کورس لرو چې هغه ورته کلاسيک تبله ښيي. او د پښتو هغه اصلي تبله چې څه خيل وهل کيږي، هغه ورته استاد ميناګل ښيي. بل د رباب کورس لرو چې هغه کې ورته استاد شمس زده کړه ورکوي يعنې کلاسيکل رباب هلکانو ته ښيي.)

عبدالستار استاد چې په سلګونو سندرغاړو ته يې د اواز سر او لی او باجه زده کړې، وايي چې د ژوند تر پايه به د پښتو موسيقۍ د غني کيدو په خاطر له ځوانانو سندرغاړو سره مرسته کوي.

( زما د شاګردانو شمير څلور څلورنيم سوو کسانو ته رسيږي. لکه بريالی صمدي چې خوريه مې هم دی. لکه سيداګل مينا مې هم شاګرد تير شوی، جعفر خليل مې هم شاګرد دی. د خدمت خبره ده که پيسو ته وګورو. نو پنځه سوه افغانی په مياشت کې دومره شی نه دی، که يو څوک چاته د هنر د زده کړې په خاطر شکر ږدي چې ډيرش، څلويښت او حتی پنځوس زره روپۍ مصرفوي. نو موږ دوی سره ګوزاره کوو او يو خدمت دی چې سر ته يې رسوو.)

استاد شمس چې د رباب په غږولو کې نوم لري وايي چې په اساسي توګه به ځوانانو ته د رباب زده کوي.

( د حاجي صيب چمن ګل په کورس کې د رباب زده ورکوم. ډير ځوانان راځي زه هغوی ته کلاسيک رباب ورزده کوم. او کوشش ورسره کوم چې له ښه نه ښه رباب وغږوي.)

په دغه اکيډيمۍ ته ګڼ شمير کمعره ماشومان هم د تبلو د زده کړې په خاطر راځي. يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

( نوم مې اسدالله د پلار نوم مې نيک محمد دی، د يولس کلونو يم او د تير يوه کال راهيسې مې استاد صنم ګل ته شکر ايښې ده. ماته کلاسيک تبله راښيي او زه يې هم په ډير شوق زده کوم.)

يو تن زلمي چې وايي چې د ښوونځي له زده کړو څخه راشي پاتې ورځ په باجه زده کولو تيروي او خپل خام اواز پخوي.

( زما نوم حميد زماني دی چې کله له ښوونځي نه راشم نو ستار استاذ ته راشم لاسونه يې ښکل کړم. کينم سبق ووايم، لمونځ وکړم او بيا د موسيقۍ د زده کړې کتابچه راواخلم او هغه نوټونه زده کوم چې استاد ستار راکړي وي، له هغې وروسته ريرسل ته کينم.
ـ د څه شي په برخه کې زده کړه کوې؟
ـ د باجې په برخه کې زده کړه کوم او سندرې وايم.
ـ تا اوسه پورې کومه سندره ويلې؟.
ـ هو ډيرې مې ويلي دي.
ـ ته خو يې يوه زمزمه کړه.
ـ تا خو زما په ژوندن لوبې کړي دينه
محبوبې راشه پخلا شه کنه د خدای د پاره.)

د سميع الله بهسودي په نوم يو تن زلمي چې له خپل پلار خدايداد بهسودي څخه يې زده کړې کړې د سندرې يوه نمونه يې په ګډه اورو.
نګاره وفاداره رخصت راکړه چې ځم
زما د مينې ياره رخصت راکړه چې ځم.............

د اکيډيمۍ مشر استاد کمين ګل وايي چې نن سبا د سندرغاړو شرقي موزيک سره غربي يو ځای کړی چې د اصلي موسيقۍ خوند او رنګ يې پيکه کړی. نوموړی زياتوي چې د اکيډيمۍ له لارې يې هڅې پيل کړی چې پښتو سوچه موسيقۍ ژوندۍ وساتي.
XS
SM
MD
LG