د عوامي نېشنل ګوند يو مرکزي مشر حاجي غلام احمد بلور ويلي دي چې که چېرې د دوی کسان وژل کيږي نو د دې ذمه واري د پاکستان پر مرکزي حکومت، پوځ او عدليه اچوي.
نوموړې دا خبرې نن د شورو پر ورځ په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې. تر خبرې غونډې وروسته له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې حاجي بلور وويل:
نښلول
شریک کړئ
حاجي غلام احمد بلور
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:01:08
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
نوموړي زياته کړه که چيري د ده پر کورنۍ بل بريد وشو نو اېف آی آر به يې د پاکستان د صدر ، آرمي چيف، چيف جسټس او د هغو سياسي ګوندونو د مشرانو په ضد درج کوي چې د دا ډول بريدونو غندنه نه کوي.
حاجي بلور زياته کړه چې د يو پښتون په حيث به هغه هيڅکله هم له خپل مرامه پر شا نه شي.