د لاسرسي ځای

تازه خبر

"عوامې نېشنل ګوند له بریدونو نه ډارېږي"



غلام غوث

پېښور:د پېښور يكه توت کې بېګا شپه د عوامي نېشنل ګوند پر يوې غونډې د وسلوالو طالبانو په بريد کې د شپږو پوليسو، درې ماشومانو او يو خبريال په شمول شپاړس كسان وژل شوي او پنځه دېرش نور ژوبل دي.


د عوامي نېشنل ګوند پر مشر سياستوال او كانديد غلام بلور هغه مهال ځانمرګی برید وشو کله چې نوموړی له خپل ګاډي د جلسې په ځای کې كوزېدلو ، خو په برید کې هغه ته سرسري ټپونه رسېدلې دي.

د ليډي ريډنګ روغتون چېف ايګزيګټيو ډاكټر ارشد جاويد مشال ريډيو ته وويل چې په بېګانۍ پېښه کې شپاړس كسان وژل شوي دي چې په کې درې ماشومان هم شامل دي او ۳۵ نور ژوبل دي، چې په کې د نهه تنو روغتيايي وضع د انديښني وړ ده-

د پېښور د پوليسو مشر سي سي پي او لياقت علي مشال ريډيو ته وويل چې دا يو ځانمرګي بريد وو او په دي پېښه کې شپږ پوليس هم وژل شويدي چې په کې دوه پوليس افسران]يو ايس ايچ او او يو اسسټنټ سب انسپكټر[ دوه پوليس سپايان او دوه د ريلوي پوليس شامل دي او ځلور نور پوليس واله په دي پېښه کې ژوبل شويدي-

په ليډي ريډنګ روغتون کې ټپي شوي د عوامي نېشنل ګوند يو كاركن او د پيښي عيني شاهد محمد شريف مشال ريډيو ته وويل، ((د عوامي نېشنل ګوند شموليتي جلسه وه، بهر سيکيوريټي هم ولاړه وه او د خلكو تلاشي کېدلو، پر دې مهال غلام بلور حاجي له بره نه راكوز شو او يوشپږ قدمه کې نزدې د هغه ګاډی ودرېدو ،موږ له چوکیو نه د هغه د پخير راغلي لپاره پاڅېدو،چې څه رنګ حاجي صيب راكوز شو نو د ګاړي د ډرائيور اړخ ته چاودنه وشوه او بيا موږ پرېوتو))

د عوامي نېشنل ګوند مشرانو دا پېښه په سختو ټكو غندلې ده - د عوامي نېشنل ګوند مركزي سينيېر نايب صدر سينيتر حاجي عديل مشال ريډيو ته وويل چې نور سياسي ګوندونه دې په دې غلط فهمۍ کې نه پرېوځي چې پر هغوی وسلوال بريدونه نه كوي او په كار ده ټول سياسي ګوندونه په ډاګه د ترهه ګرۍ غندنه وكړي:((موږ منافقت نه كوو، نور ټول منافقت كوي، موږ د تره ګرۍ مخالف يو، او اصل خبره دا ده چې نور سياسي ګوندونه د ترهه ګرو نوم نه اخلي، د نورو ګوندونو دا خيال دی چې زموږ لپاره به ميدان سپا او هوار شي، خو چې پر عوامي نېشنل ګوند بريدونه کېږي او موږ جلسه هم نه شو كولی نو موږ ته به فائده وي، لاكن ياد ساتۍ چې موږ نه پس دوی هم نه شي بچ کېدای. وګورئ په بلوچستان کې د مسلم ليګ ن كانديد باندې برید وشو خوا نواز شريف يې هغه رنګ غندنه ونكړه چې پكار وه))

له دې بريده وروستو غلام بلور په خپل كور کې كور کې مشال ريډيو ته په ځانګړي مركه کې وويل، چې د پاكستان حكومت او ايجنسياني كمزوري دي او وسلوال طاقتور دي نو ځكه په هغوی بريدونه ترسره کېږي خو دوی له مرګونو نه ډارېږي او خپلې هلې ځلې به جاري ساتي. نوموړي ویلي ول، ځینې قوتونه غواړي چې د عوامي نېشنل ګوند مخه ونيسي او پارليمان ته د وسلوالو د خوښې استازي یا نمائنده ګان وليږي-
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



كله چې په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند كاركنانو ته پته وليګيده چې غلام بلور په ځانمرګي بريد کې بچ پاتي شوي او د بريد نه ژوندي وتلي نو په سلګونو كاركنان بلور هاوس ته د هغه د ليدو او ملاقات لپاره لاړل او دا پېښه يې په كلكه وغندله. په دې لړ ځینو كسانو په بلور هاوس کې او ځینو ټپيانو په لېډي ريډینګ روغتون کې د مشال ريډيو سره خبري كړېدي.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



تحريك طالبان پاكستان په يكه توت کې د عوامي نيشل ګوند په غونډه کې د ځانمرګي بريد ذمه واري قبوله كړي او د تحريك طالبان پاكستان وياند احسان الله احسان وئيلي ددي بريد هدف غلام بلور نه بلكه هارون بلور وو خو هارون بلور د مشال ريډيو سره په خبرو اترو کې ددي بريد غندنه كړيده او یې وویل، په دي کې بي ګناه خلك وژل شويدي او هغوی به خپلي سياسي هلې ځلې جاري ساتي.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG