د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور ښارکې انتخاباتي سيالي


خالد خان
خیبر پښتونخوا سر ښار پیښور څلور۴ قامي او یولس ۱۱ صوبایي اسمبلۍ حلقو له پاره څه باندې څلور سوه ۴۰۰ امیدوارانو کاغذونه جمع کړی دي چې سیاسي ګوندونو سره سره ګڼ شمیر خلک هم په آزاده توګه په ټاکنو کې برخه اخلي.


نوی د ۱۹۹۸م کال سر شمیرنې) مطابق د پیښور ټوله آبادی شل لاکه، شپږویشت زره اته سوه او یو پنځوس ۲۰۲۶۸۵۱ وه او هم ددغې آبادي په بنیاد دوه د قامي اسمبلۍ حلقې این اې ۱ او این اې ۲ د پیښور ښار او دوه قامي اسمبلۍ چوکۍ این اې ۳ او این اې ۴ د پیښور کلي والو سیمو له پاره خصوص شوې دی.

لکه د مخکې په شان د پیښور این یو قامي اسمبلۍ حلقې باندې دا ځل هم سیاسي ګوندونوتر مینځ سخته او خونده وره مقابله کیدونکې ده چې د عوامي نېشنل ګوند مشر او پخواني وفاقي وزیر غلام احمد بلور به د تحریک انصاف مشر عمران خان سره سره د جماعت اسلامي، پاکستان پیپلز ګوند، مسلم لیګ نواز ، جمعت علما اسلام ، قامي وطن پارۍ او نور آزاد امیدوارانو مقابله کوي.

غلام بلور دغه چوکۍ څو څو وارې ګټلې ده او هم په دې حلقه هغه پخوانۍ وزیر اعظمې بېنظیر بوټو ته هم ماته ورکړې وه خو بیا ۲۰۰۲کال په ټاکنو کې د هغه وراره عثمان بلور د هغه وخت متحده مجلس عمل شبیر احمد خان په مقابله کې دغه سیټ وباییلو.

خو بیا چې کله حاجي غلام احمد بلور د څوارلسم ډګری تر لاسه کړه نو د ۲۰۰۸م کال ټاکنو کې یې بیا دغه چوکۍ وګټله.

دغه شان د پیښور این اې ۲ قامي اسمبلۍ چوکۍ باندې پخوانې وفاقی وزیر او پیپلز ګوند کندید ارباب عالمګیرخلیل به د عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامی جمعیت علما اسلام امیدوارانو مقابله کوي کوم چې دوې په ۲۰۰۸ ټاکنو کې په ګڼ شمیر ووټونو سره ګټلې وه.

د پیښور قامی اسمبلۍ چوکۍ این اې ۳ باندې هم سخته مقابله توقع ده چرته چې د پاکستان مسلم لیګ نواز مرکزي مشر اقبال ظفر جهګړا، د جمعیت علما اسلام سنټر حاجي غلام علي پیپلز ګوند نور عالم خان او نور امیدوارن یو بل ته مخامخ دي.

خو بیا په پیښور کې قامي اسمبلۍاین اې ۴ حلقه د امنیت په سبب د ټولو خطرناکه سیمه ګټل کېږی شي چې د پیښور کلي والې سیمې لکه متنۍ بډه بیره ادیزۍ او قبایلي سیمو سره تړلې نورې علاقې شامل دي.

په دغه حلقه د عوامي نیشنل ګوند امیدوار ارباب ایوب جان باندې یو بمی برید هم شوې دې او دغه شان د صوبای اسمبلۍ حلقې پي کې ۱۰ او پی کې ۱۱ هم د امنیت په لحاظ له خطرونو ډکې دي.

د یادونې ده چې۲۰۰۸کال له ټول ټاکنو کې عوامي نیشنل ګوند د پیښور قامي اسمبلۍ دوه او صوبایي اسمبلۍ اته ۸ چوکۍ ګټلې وې او پاکستان پیپلز ګوند دوه قامي اسمبلۍاو درې ۳ صوبایي اسمبلۍ حلقې ګټلې وې.

دغه شان د۲۰۰۲کال په ټاکنو کې متحده مجلس عمل د پیښور څلور قامی اسمبلۍ او اته ۸ صوبایي اسمبلۍ سیټونه ګتلې وو.
XS
SM
MD
LG