د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا او فاټا کې د ګوزڼ څاڅکو لګولو کمپېن پېل شو



په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ پرضد د څاڅکو ورکولو کمپین شورو شوی چې په کې به څه پاسه اوه لاکه شپیته زره او درې سوه ماشومانو ته څاڅکې ورکول کیږي.


د فاټا سیکټرېټ لخوا مشال راډیو سی شنبې پر ورځ ته نن په تر لاسه شوې خبرپانه کې ويلی شوې چې دا کمپاین د ګل پر ورځ پیل شوی او درې ورځې به دوام ولري .

په خبرپاڼه کې وویل شوي چې د مختلفو چیلنجونو باوجود په قبایلې سیموکې په مسلسله توګه د پولیو پر ضد کمپینونه بخېر تر سره شوي او د شمالي او جنوبي وزیرستانه هلته په روان کال کې شپږ کمپېنونه وشول .

خبر پاڼه زیاتوي چې په شمالي وزیرستان کې د پولیو څاڅکو په ورکولو بندیز دی خو په جنوبي وزیرستان کې د مسودو سیمې ته دوې رسایې لري او هڅه به کوي چې په واڼه کې هم ماشومانو ته دغه څاڅکي ورکړي.

د پوليو د دزې کمپاین لپاره څه د باندې اوویشت سوه ټیمونه جوړ شوې دي.
XS
SM
MD
LG