د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا باښې به په ډرون جګړه کې نوی اېجاد وي؟


د امريکا فارن پاليسې مجله رپورټ ورکوي چې په هند کې يو داسي مړ باز موندل شوی چې په کې کېمره او اينټينا لګيدلې ده.


د ورځپاڼي په خبره د هند چارواکي شک لري کيداﺉ شي دا د پاکستان لخوا د جاسوسي لپاره ورليږل شوی وي.

فارن پاليسې مجله دا رپورټ د سه شنبې په ورځ د فرانس پريس خبري اژانس په حواله خپور کړی دی.

اژانس وايې، مړ باز چې په کې کېمره او اينټينا لګيدلې وه د هند په جيسالمير ښار کې چارواکو موندلی دی.

د ورځپاڼي په خبره کيداﺉ شي دا د ښکاريانو کار کوي خو د هند چارواکي داسي شک څرګندوي چې کيداﺉ شي باز د پاکستان له لوري د جاسوی په مشن ورليږل شوی وي.

د ورځپاڼي په وينا، دا شک ځکه کيږي چې دغه باز د هند د پوځي مشقونو سيمه کې په موندل شوی دی.

هم په دې سيمه کې دوه زره لسم کال په اپرېل کې د هند د پياده او هواي پوځ شاوخوا پنڅوست زرو عسکرو ګډ پوځي مشقونه کړي وو.

دا لومړی ځل نه دی بلکې په دوه زره لسم کال کې هم هندي چارواکو په دې شک يوه کوتره نيولې وه چې د پولې هغې غاړې یعنې پاکستان ته يې پيغامونه رسول.

پوليس ويلي ول، کيداﺉ شي کوتره د جاسوسی په خصوصي مشن ورليږل شوې وي.

فارن پاليسې مجله پوښتنه راپورته کوي چې آيا دا خو چرته په سیمه ییزه سياليو کې د مرغانو د استعمالولو د رجحان برخه نه ده؟

هم دې ته په پام سره مجله وايې، په دوه زره لسم کال کې هم د سعودي عرب چارواکو د جاسوسی په تور يو ټپوس نيولی وو چې ورباندې تل ابيب يونيورسټۍ ليکل شوې وه.

د خپل رپورټ په پای کې 'فارن پاليسي مجله' مرغانو ته د نيکو هيلو پيرزونې وړاندې کوي او وايي اې زموږ وزر لرونکو دوستانو د ځان خيال ساتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG