د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې به دپوځ نګرانۍ کې انتخاباتي پاڼې چاپیږي


Pakist
Pakist
ریاض موسا خیل

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن وایي د بېلټ پېپرو ( دووټونو پاڼې ) د چاپ کولو پرمهال به د امنیت د خوندي ساتلو مسوولیت د پوځ ځوانان ترسره کوي او دغه لړ کې ورسره رابطه شوېده.

مشال راډيو سره خبرو کې د الېکشن کمیشن يو چارواکي خورشيد عالم وينا وه چې اسلام آباد، کراچۍ او لاهور کې د پرنټنګ کارپورېشن او سېکورټي پرنټنګ کارپورېشن لوی دفترونه دي چیرته چې به بېلټ پېپرې چاپ کېږي اوهلته د اليکشن کمیشن د چارواکو سره سره د پوځ ځوانان هم ولاړ دي چې څوک دا بېلټ پېپرې غلا نکړي يا دې دوران د امنېت بله څه مسله راپېښه نشي.

په چاپ خانو د پوځ د و درولو په اړه چې مشال رېډيو د سياسي چارو کارپوه او خبريال سليم احمد نه تپوس وکړو نو ده دا يو ښه ګام وبللو او زياته یې کړه چې په نورو ادارو بيا هم تورونه لګي يا پرې د يو چا د ډلې پرې شک څرګندېږي، خو په پوځ څوک داسې شک نه کوي او نه هم دوی د يو چا سره ملګري وي.

دده په خبره د دې پرېکړې به ګټورې نتيجې مخې ته راشي او دې سره د پوځ دهغه ژمنې عملي ثبوت هم مخې ته راغلوچې وایي ټولټاکنو کې به خپلې مرستې نه سپموي.

سليم احمد زياتو ي چې د دې وروسته بله اهمه مرحله د بېلټ پېپرو د ملک مختلفو برخو ته رسول دي او هيله ده چې دې لړ کې به هم پوځ خپل کردار ترسره کړي.

د ذکر وړ ده چې الېکشن کمیشن د روانې مياشتې څلورو ېشتمې يا پنځه ويشتمې نېټې پورې د بېلټ پېپرو د چاپ کولو کار سرته رسولو ژمنه کړېده او وایي چې ټولې به اتلس کروړه بېلټ پېپرې چاپ کوي.
XS
SM
MD
LG