د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کیري په چین کې د کوریا پر کړکیچ خبرې وکړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن پیکنګ ته ورسید. تمه ده چې دی به هلته چینایي چارواکي اړ کړي چې پر شمالي کوریا فشار راولي.


په نړۍ کې چین د شمالي کوریا یوازینی ملاتړی هیواد دی.
له څو اونیو راهیسې پیونګ یانګ د جګړې ګواښونه کوي.

دغهَ هیواد د فبروري په میاشت کې دریمه اتومي ازموینه وکړه چې بیا له هغه وروسته ملګرو ملتو پرې بندیزونه ولګول.

د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې د جمعې پر ورځ جان کري وویل، متحده ایالتونه به کله هم شمالي کوریا د یوه اتومي ځواک په توګه ونه مني. جان کري دا هم وویل چې دا به ستره تیروتنه وي چې شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو ازموینه وکړي:

« زه وار له مخه وایم، چې دا به د شمالي کوریا د مشر کیم جانګ ین لپاره ستره تیروتنه وي چې دا کار وکړي، ځکه چې له دې سره به دا هیواد نور هم یوازې پاتې شي او ولس به یې چې ډوډۍ ته سخته اړتیا لري، نه توغندیو ته، لا پسې یوازې شي»

جنوبي کوریا او جاپان د تیار سی په حال کې دي او انتظار دي چې پیونګ یانګ به کله توغندي ازمویي.
شمالي کوریا په خپل ختیځ سمندرغاړې کې دوه بالستیک توغندي ځای پرځای کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG