د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ګڼ شمېر پښتانه ماشومان بې کوره دي



رابعه اکرم

اسلام اباد:- ټول ماشومان دې تعليم ترلاسه کړي چې غټ شي، څه ترې جوړ شي. که هم داسې څومره کار وکړي نو څه نه کيږي، چې يو ځل دې ليکل ياد کړه نو بيا به په کرسۍ ناست يې ، قلم به چلېږي او په قلم به خپل کار کوي.


دا وينا ده د ديارلس کلن ربيع الله چې غواړي هر هغه ماشوم دې تعليم حاصل کړي چې مزدوري کوي او يا په سړکونو ژوند.

هم د ربيع الله غوندې مزدورکاره او په سړکونو اوسيدونکو ماشومانو نړيواله ورځ په دولسم اپريل لمانځل کيږي چې مقصد يې د دغه ماشومانو د حقوقو په باب شعور پيدا کول دي.
په پاکستان کې د ماشومانو حقوقو لپاره کارکونکې يو غير سرکاري ادارې سپارک ترمخه چې دا وخت په پاکستان کې د کوڅو ماشومانو (سټریټ چلډرن) شمير ديارلس لکهه ده چې په کې زياتره پښتانه دي.

د يادې ادارې د پنډۍ ښار مشر سهيل خان مشال راډيو ته وويل چې یوازې په پنډې ښار کې نوي فيصده پښتانه ماشومان داسې دي چې په سړکونو او کوڅو کې ګرځي چې پکې ځيني یې کار کوي او ځيني یې هم داسې خوشي ګرځي او هم پر دغه سړکونو شپې سبا کوي.

دی زياتوي( دا ماشومان له خيبر پښتونخوا راغلي دي، نو چې کوم ماشومان سهار کې کار کوي نو هغوی ماښام راځي او کوم چې ماښام نو هغوی سهار، چې ورته غير رسمي تعليم ورکوو، له دې علاوه ورته مختلف هنرونه ښيو. ورسره د غرمې ډوډې هم ورکوو او چې کوم نور ضروريات يې دي، هغه هم وړيا ورکوو)

ربيع الله له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې هغه کار هم جاري ساتلی دی او د سپارک په مرسته تعليم هم کوي.

(نن هم زه په منډۍ کې د ټماټرو ګاډی خالي کوم ، سهار سکول ته راشو او بيا له سکوله پس منډۍ ته لاړ شمه، بيا له هغه پس کور ته لاړ شو نو چې کوم کار راته سکول کې راکړی وي بيا هغه کوو)

د بشري حقونو کار پوه عاصم ملک وايي، بايد چې د غير سرکاري ادارو په شان حکومت دې هم دې اړخ توجه ورکړي.

(په پاکستان کې ګڼ شمېر ماشومان داسې دي چې په لارو او کوڅو کې بې له پرسانه ګرځي. د دې لپاره غير سرکاري ادارې کار کوي چې د دوی ورځنی ژوند ښه تېر شي خو د دې لپاره د کار ضرورت هم شته او حکومت ته هم پکار ده چې زياته توجو ورکړل شي)

د عاصم ملک په وينا چې کوم ځای کې دا ماشومان مزدوريانې کوي بايد چې دغه مالکان دې ماشومانو ته د تعليم مواقعې ورکړي.
XS
SM
MD
LG