د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اې اېن پي پر امېدوار ارباب ایوب جان بمي برید


غلام غوث

پيښور:پوليس وايي تير ماسخوتن د عوامي نيشنل ګوند تير صوبايي وزير ارباب ايوب جان او د هغه زوی ارباب عثمان د چمكنو تاڼې په حدودو کې په ترناب فارم كلي کې له ريومټ كنټرول بمي بريده روغ وتلي دي.


د پيښور د چمكنو تاڼې يو پوليس چارواکې فيض الرحمان مشال ريډيو ته وويل ((ارباب ايوب جان په ترناب فارم کې له یوې وړې جلسې وروستو كور ته راروان وو چې د هغه ګاډی د چاودنې ښكار شو خو په دې پيښه کې ارباب ايوب جان او د هغه زوی ارباب عثمان دواړه بچ وتلي دي خو د هغه ډرائيور نواز اود هغه يو بل ساتونکی په دې پيښه کې ژوبل شويدي))

له مشال ريډيو سره په خبرو کې د چمكنو تاڼې محرر فيض الرحمان زياته كړه چې د پوليس د بمونو د ناكاره كولو د ډلي د راپور له مخې دا يوه ريموټ كنټرول بمي چاودنه وه او درې كلوګرامه چاودونکې مواد پکې كارول شوي وواو چاودونکې مواد د سړك او نهر په غاړه په يوه سائيكل اېښودل شوي وو.

د پېښې په باب يو عيني شاهد او د ترناب فارم يو اوسيدونکې حاجي قاسم جان مشال ريډيو ته وويل:((د ارباب ايوب جان په ارمړو کې جلسه وه له هغې نه راغلو بيا دلته ترناب فارم کې جلسه وه نو د ترناب فارم له جلسې وروستو كور ته روان وو نو دلته د سوزكو او ركشو له اډې سره راتاويدلو چې زما په فكر په سائيكل کې ورته بم کېښودل شوی وو او د دوی ګاډی دغلته ورو شو او په دغه مهال چاودنه وشوه))

تحريك طالبان پاكستان په ارباب ايوب جان د دې بريد زمه واري قبوله كړې ده.
XS
SM
MD
LG