د لاسرسي ځای

تازه خبر

نو ګو اېریاز ( دلته نه شې تلی)



په اردو کې یو متل دی وایي [کفر ټوټا خدا خدا کرکې] ـ هسې دا متل په دې پورې رایاد شو چې د کراچۍ پولیسو اوس اېله د عدالت په وړاندې ومنله چې په کراچۍ کې نوګو ایریاز یا په بل عبارت هغه سېمې چې د یوې خاصې طبقې رنګ او نسل خلک هلته ورتلی شي او نور خلک دغو سېمو ته نه شي ورتلی ، شتون لري.


یو خبریال ملګري راته ویل نوګو ایریاز ته په پښتو کې څه وایي ؟ ما ویل کمپوټر ته پښتانه هم کمپوټر وایي او دا ځکه چې کمپوټر چې چا جوړ کړی دی هغوی ورته دغه نوم ورکړی دی نو به پښتانه هم ورته دغه نوم وایي، که نوګو ایریاز ته په پښتو کې هم دغه نوم ووایو نو بده ځکه نه ده چې دا شی پښتنو جوړ کړی نه دی نو ځکه یې ورته نوم هم نه دی ایښی.

خبره مې په دې پسې کوله چې په کراچۍ کې په لسګونو علاقې داسې دي چې هغه د دې ښار د ځینو نورو خلکو له پاره نوګو ایریاز دي ـ هلته د بلې ژبې یا نسل او یا هم د سیاسي او مذهبي ډلې سړی نه شي ورتلی. د ښار په سلګونو بلکې په زرګونو کوڅو کې بیریرې [د بندیز زنځیرونه] لګیدلي وي او څوک ،،نااشنا،، سړی چې په هغه سیمه ورشي نو هلته ولاړ یو څو نامالومه ځوانان ترې پوښتنې کوي چې ولې دغه سېمې ته ورغلی دی ـ کله کله ددغو پوښتنو ناسم جوابونه ورکول د انسان د قسمت په فیصله هم تمامیږي.

دا خو د عامو خلکو خبره شوه ، اوس کیسه دا ده چې د خبریال خو په هر ځای کې کار وي . هرې هغې سېمې ته باید لاړ شي چې هلته د ده خبر وي. د کراچۍ خبري ادارو هم عجیبه کار کړی دی . اسان حل یې ورته کتلی دی . بس د هرې ژبې او نسل خبریال یې پیدا کړی دی او چې د کوم نسل په سیمه کې خبر وي د هغه نسل خبریال ورلېږي . خو هر سور ږیرۍ خو شاګل نه وي .

په کراچۍ کې ځینې داسې رسنۍ هم شته چې یو یو خبریال لري . خبریال چونکې بې طرفه وي خو څوک د ګټې نه خو پیدا نه وي ، یو خو هر څوک خامخا د یو نسل سره تعلق لري او بل آ وایي کنه چې ریښتیا راځي نو دروغو کلي وران کړي وي ، نو په داسې حال کې دا د ځینو خبریالانو لپاره دا یو سردردۍ و او دی ځکه چې څنګه سړی هغې سېمې ته لاړ شي کومه چې د ده او یا هم د ده په څېر د نورو خلکو له پاره نوګو ایریا وي.

تېره ورځ په پریس کلب کې یو صحافي ملګري راته ویل ، دهغې ستونزې حل مې راویستی دی چې موږ ورسره له تیرو څو کلنو راهیسې مخامخ وو . ما ویل په پیر دې رحمت شه ، آ څنګه ؟ ویل یې ،،اسایمنټ ډریس ،، یعنې کله چې د ښار کومې سېمې ته ځې د هغې سېمې د خلکو په څېر لباس اغوستل په دې برخه کې یو څه ستونزې حلولی شي.

ما د هغه ملګري مخ ته وکتل، هغه د تیرو دوو میاشتو راهیسې د کراچۍ په ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو د خوځښتونو په اړه په یوه سټورۍ کار کوي، زه سمدستي له تیرو دوو میاشتو راهسې د هغه د ناخریلې ږیرې په مقصد هم پوه شوم ، او په زړه کې مې وویل د ده په مخ دا لویه ږیره هم اساینمنټ ږیره ده.

آبله ورځ اتحاد ټاون ته د څو پښتنو خبریالانو سره تلم . هلته نه خبر و چې نامالومه وسله والو په یو سکول حمله کړې ده ، د سکول پرنسپل او یوه زده کونکې یې وژلې ده ، اته ماشومانې یې ژوبل کړي دي.

موږ د خپلې نوې فارمولې سره سم په اساینمنټ ډریس سنبال اتحاد ټاون ته وروان شو. د ټاون لمړي سر ته چې ورسیدو، د زړه پر دې مې د طاهر بونیري دې بیت ورپولې،


دا چې جونګړې ،خړ کورونه ښکاري
دلته به هم څوک پښتانه اوسیږي


خوا ته ناست خبریال ملګري مې غوږ ته خله رانزدې کړه ، ویل یې څو کاله مخکې که به د شپې ناوخته هم په دې عمومي سرک تیریدو نو څومره مطمین به و ؟ اوس وګوره هغه پولیس والا وینې ؟ هغوی هم په بکتربند ګاړي کې له دې سېمې تېرېږي، (( په دې ښار باندې د څه بلا سایه ده ؟))

ما ورته په ټوکه کې د خپل یو شعر دا مصرعه د جوا ب په توګه وویله ((،،شیشکې،، سیورې کړی دی وزر په ښاریې))

هغه مسکی شو ، لکه کومه هېره خبره چې وریاد شوې وي.

اخر زموږ د خبریالانو دا درې کیسزه ډله هغه سکول ته ورسیده چې د وسله والو د حملې ښکار شوی و،

په حمله کې زخمي شوي استاز راته کیسه کوله چې د کلني امتحان د نتیجې په ورځ دغه حمله وشوه . په دغه ورځ په ماشومانو د اول نومره او ښه پوزیشن په زده کونکو انعامي ټرافیانې هم ورکول کیدلی . موږ د پاتو ځینو ماشومانو انعامي ټرافیانې هم ولیدې ، کومې چې لاهم بې ترتیبه په یوه کمره کې پرتې وې.

د سېمې یو بل سړي ویل د سوات او فاټا کیسه دلته[کراچۍ] کې هم شورو شوه .
په حمله کې زخمي استاذ عطالرحمان راته یوه بله خبره وکړه ، هغه ویل حمله کونکي سکول ته د راننوتو روستو لږه شیبه ولاړ و، بیا د زده کونکو هلکانو په منځ کې ودریدل او په زده کونکو جینکو یې ډزې شورو کړې . هغه ماته په سوالیه انداز وویل آیا د دې مطلب دا نه دی چې دا د سېمې د جینکو په تعلیم حمله ده ؟ دا جینکۍ وېرول غواړي چې سکولونو ته لاړې نه شي ؟

ماسره د خاموش پاته کیدو سربیره بله لار نه وه. د مایک مزي راټول مې شورو کړل .
هلته موږ څلور نور خبریالان ولیدل . هغوی تر موږ مخکې هلته تللی ول. هغوی هم اسایمنټ ډریس اغوستی وو.

نن موږ په لمړي ځل اووه صحافیان تقریبا په یو شان لباس کې د یو بل مخې ته ولاړ و .

XS
SM
MD
LG