د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور سي ډي دوکان مخ ته چاودنه



غلام غوث

پيښور: د پوليسو په وينا د پيښور د پوځي چاوڼۍ په علاقه کې د ميا اقبال چوك سره نزدې د سي ډي ګانو د يو دكان مخې ته چاودنه شوې ده-


د پوليسو د سپيشل برانچ يو چارواکې مشال ريډيو ته وويل چې په دې بمي چاودنه کې د سي ډي يو دكان په نښه كړي شوي دي او د دې دكان خوا کې يو بل دكان ته هم زيان رسيدلی دی خو په دې پيښه کې څه ځاني زيان نه دي رامينځ ته شوی–

د پېښې يو عيني شاهد صاحب ګل مشال ريډيو ته د پيښي په اړه وويل((دا سهار پنځنيمي بجې وې چې يو درز وشو او چاودنه وشوه، بيا چې موږ دلته راورسيدو نو په دې دكان کې اور بل وو، بس اور مې مړ كړو په بالټو، بيا وروستو پوليس او ميډيا واله هم راغلل او علاقه يې خپل كنټرول کې واخیستله،تر اويا زره روپو پورې نقصان به شوي وي))

له دې وړاندي هم د پښتونخوا په يو شمير برخو کې د سي ډي دكانونه په بمي چاودنو په نښه كړل شويدي او په پېښور صدر کې د سي ډي په دكان د دي تازه چاودني وروستو د سي ډي دكانداران وايي دوی په دې مجبور كړل شويدي چې ځان د سي ډيانو د كاروبار پر ځای څه بل كار وګوري.

((سم الله خان:د وه اته كلونو راهیسې موږ دا كاروبار كوو، د چاودنو له وجې زموږ په كاروبار ډير بد اغيز پرېوتی دی، خوزموږ مجبوري ده او د مجبورۍ له وجي دا كاروبار كوو خو د حالاتو له وجې موږ كوشش كوو چې ځان ته څه بل روزګار ولټوو))

صاحب ګل:((زموږ په كاروبار خو ډير بد اثرات پريوتی دی خو څه وكو؟د خدي اسري ته پراته يو،بس هڅه كوو چې دا كاروبار بدل كړو او څه بل كاروبار شروع كړو،حالات خو ټول خراب دي خو دا كاروبار ځكه بدلول غواړ چې هر ځای کې په دې چاودني کېږي او د سي ډي او انظورونو كاروبار هر ځای کې په نښه دي))

په پېښور صدر کې د ميا اقبال چوك خوا کې د سي ډي په دې دكان په ريموټ كنټرول بمي چاودنه کې دبم ډسپوزل سكواډ د راپور مطابق ۲۰۰ ګرامه چاودونکې مواد كارول شويدي او تر دمه د دې پيښي ذمه واري كومي وسلوالي ډلي نه ده قبوله كړي خو اكثره په خيبر پښتونخوا کې په سي ډي دكانونو بمي چاودني ترسره کېږي او د سي ډي دكاندارانو ته وسلوال دړکې هم ورکوي-
XS
SM
MD
LG