د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون الوتکو کړکېچ




نیو یارک ټایمز ورځپاڼه ليکي د اوباما انتظامیې د هیواد د استخباراتي ادارې سي آی اې نه ډرون پروګرام پوځ ته د منتقلولو د پلان وړاندیز کړی دی. د ورځپاڼې په خبره د دې مقصد د مشکوکو ترهه ګرو هدفي وژنه لا نور شفافه کول دي خو داسې ښکاري چې له دې سره به یواځې معمولي ښه والی راشي.


ورځپاڼه په بدلون کې د تر ټولو لوی خنډ ذکر کوي چې د سي آی اې رول د امریکا د خوښې سره سمه یوه افسانه جوړولو کې مرسته کړې ده. هغه دا چې دغه هیواد د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د وسله والو پر ضد حملې نه تسلیموي. بلخوا پاکستان په ظاهره د ډورن بریدونو غندنه کوي خو په اصل کې یی اجازت ورکړی دی.

ورځپاڼه په ټایمز مجله کې د مارک میزیټي د خبرې په حواله ليکي چې په 2004م کې له سي آی اې سره په یو پټ تړون د پاکستان استخباراتي ادارې په قبایلي سیمو کې د ډرون حملو اجازت ورکړی دی. ورځپاڼه زیاتوي د امریکايي پوځ لخوا پاکستان په نښه کول، ممکنه ده د یو جنګ صورتحال پیدا کړي. خو استخباراتي ادارې په یو داسې ماحول کې کار کوي چې په کې یو شان اصولونه نه کارول کيږي.

نیو یارک ټایمز ليکي بارک اوباما په پټه د پروګرام په نه کارولو او د ډرون بریدونو په لړ کې د یو مستحکم او قانوني چوکاټ جوړولو ژمنه کړې ده. ورځپاڼه دا ضروري ګڼي چې د اوباما انتظامیه داسې و نه کړي چې د زیات نه زیات واک په لاس واخلي او د کم نه کمه څارنه وکړي.او زیاتوي د یوې عدالتي بیا کتنې په حقله په وړاندیزونو باید غور وکړل شي لکه څنګه چې ځانګړي عدالتونه د امریکايي وګړو تر وژنې مخکې د استخباراتي ادارو لخوا د معلوماتو د شریکولو منظوري ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG