د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سوریا د امریکا همغاړېکونکې سټراټیژي



د فارن پاليسي مجلې په يوه ليکنه کې راغلي، په شام کې له حکومت مخالفه ډلو سره د امريکايي حکومت د مرستو په اړه راپورونه څرګندوي چې د دغه هېواد په دوه کلنه شخړه کې د امريکا رول يو مهم پړاو ته رسېدلی دی.


د ليکنې له مخې، امريکا په اردن کې د شام د ازاد پوځ په نوم د دې هېواد د حکومت مخالفه وسله والې ډلې غړي تربيه کوي او د ترکيې له لارې شام ته وسلې واردوي.

مجله وړاندې ليکي، که څه هم د دې هڅو هدف د شام دننه د مخ په زياتېدونکې کورنۍ جګړې مخه نيول دي، خو زياتوي چې په تېرو دوو کالونو کې د شام مساله له پوځي لارې حل نه کړای شوه.

مجله وړانديز کوي چې له پوځي مرستو سره سره د شام د حکومت مخالفه ډلو کاري ظرفيتونه بايد لوړ کړای شي، چې نړيوالې مرستې د دغه هېواد د مسالې د يوه سياسي حل موندلو لپاره وکاروي.

مجله د بشارالاسد د حکومت د پخوانيو غړو په حواله ليکي، نوموړی لا هم باوري دی چې د ده د واکمنۍ پر ضد پيل شوی ولسي پاڅون له مينځه وړلی او تنظيمونکي يې د خپلې خوښې په شرطونو له ځان سره د خبرو پر ميز کښېنولو ته اړ کولای شي.

فارن پاليسي مجله کاږي، په شام کې د روانې کورنۍ جګړې تاوان ورځ تر بلې د دې هېواد او د سيمې د هېوادونو لپاره زياتېږي.

مجلې امريکايي حکومت ته وړانديز کړی چې د شام د شخړې د يوه دوامداره حل لپاره بايد روسيه ښکېله کړي، د شام د قامي ايتلاف او د شام د ازاد پوځ په څېر د حکومت مخالفه ډلو کاري استعدادونه پياوړي کړي او د دې هېواد له کورنۍ جګړې څخه د ګاونډي هېوادونو د خوندي کولو لپاره هلې ځلې تېزې کړي.

مجله دغه راز وړانديز کوي چې د شامي حکومت د مخالفه ډلو او روسيې تر مينځ د خبرو د لړۍ په پيلولو کې بايد امريکا او اروپاي ټولنه په ګډه کار وکړي. د مجلې په ليکنه کې همداراز د امريکا، د خليجي ملکونو د همکارۍ کونسل او عرب ليګ لخوا د شامي حکومت له مخالفه ايتلاف سره د مالي مرستو د يوه شريک فنډ د جوړولو پر خبره هم ټينګار شوی دی. په ليکنه کې راغلي، په دې وروستيو کې د شام د دوستانو په نوم نړيوالو غونډو کې چې د دغه هېواد له اپوزيشن ډلو سره د مالي مرستو کومې ژمنې وشوې، يوه زياته اندازه يې لا هم نه دي پر ځای شوي.

مجلې د امريکا حکومت ته دا وړانديز هم کړی چې له اسرايل سره په ګډه د دغه هېواد او شام پر پوله پيدا کېدونکی امنيتي وضيعت له نيږدې وڅاري.

د فارن پاليسي مجلې ليکنې په اخيره کې خبرداری ورکړل شوی چې د مينځني ختيځ د دغه مهم هېواد شام مساله که همداسې ورانه ويجاړه پاته شي، نو په ترڅ کې به يې نړيوال امن او د سيمې امنيت له يوه غټ خطر سره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG