د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هارون باچا ژوند او فن


ډاکتر لطیف (یاد)


ښاغلی هارون باچا د پښتو یو خوږ ژبی، مشهور او تکړه هنرمند(فنکار) دی چې د لرې او برې پښتونخوا ټول خلک د ده له نامه سره آشنا دي.


دغه د غوړېدلی استعداد هنرمند د۱۹۷۲ زېږیز کال دجولای د میاشتې پر ۲۰ نیټه د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې (ولسوالۍ) د پنجپیر په کلي کې په یوې روحانی کورنۍکې زېږېدلی دی.

هارون باچا خپلې لومړنۍ زده کړې د پنجپیر به ګورنمېنټ سکول کې کړې دي او بیا وروسته یې میټرېک (د لسم ټولګي زده کړې) د پېښور په ګورنمېنټ های سکول نمبر ۱ کې سر ته رسولې دي.

ده پر ۱۹۹۲ زېږیز کال خپله بي اې (لېسانس) د پېښور په اېډورډز کالج کې کړې ده او پر ۱۹۹۴ کال يې خپله ماسټري د پېښور پوهنتون د سوشل وړک له څانګې اخیستې ده.

کله چې هارون باچا لا په سکول کې وو نو د سندرو له ویلو سره یې مینه پیدا شوه او هلته به یې نعتیه کلامونه ویل؛ خو د موسیقۍ په برخه کې د ده استعداد هغه وخت لا نور زیات وغوړېد کله یې چې په ګورنمینټ سکول نمبر ۱ کې زده کړې کولې. ځکه دغه سکول ده ته دا زمینه او فرصت برابر کړ چې د موسیقۍ په برخه کې پرمختګ وکړي.

کله چې هارون باچا په اېډورډز کالج کې په زده کړو لګیا وو نو د کالج میوزیک کلب ده ته دا زمینه برابره کړه چې طبله او هارمونیم(باجه) زده کړي.

وروسته د پاکستان دولتي ټیلي وېژن (پي ټي وي) پېښور مشهور آرټیسټ پروفیسر ضیاء القمر او د پي ټي وي لوړ پوړي پروګرام جوړوونکي (سینییر پروډیوسر) شوکت علي ده ته دا موقع برابره کړه چې د ټي وي پر پردې سندرې ووایی.

په هغه وخت کې د ده سندرې (خلک بدل شول که بدل شولو وختونه -جینکۍ نه راځي ګودر ته) ډیر مینه وال پیدا کړل.

د ښاغلي هارون باچا د سندرو لومړنی البوم( درنګونو ماښام) پر ۱۹۹۶ کال بازار ته راووت.

وروسته یې د غزلو او ټپو بل البوم (غونچکونه) هم مارکېټ ته راغی.

د ده د ټپو یو مشهور طرز وروسته یوه هندي هنرمند الطاف راجا هم خپل کړ. دا طرز د (اول به کله کله غم وو) سندرې وو.

د هارون باچا نورې خوږې سندرې نه یوازې دا چې په پښتونخوا کې مشهورې دي، بلکې په افغا نستان کې هم له ډېر شهرته بر خمنې دی.

د هارون باچا ځېنې سندرې په لاندې ځایونو کې وګورئ:


ځه ځواني لاړه (غزل، له لومړي البمه)




د ګلونو قدر چا زده (پخوانی غزل)



که وطن دی که جانان (له نوي البم درمانه)



XS
SM
MD
LG