د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې څلور پاکستاني سرتېري، ۱۴ وسله وال وژل شوي


لواړګی - د خيبر ايجنسۍ په تيرا کې لږ تر لږه څلور پاکستاني سرتېري او ١٤ مشکوک وسلوال په تازه پوځي عملياتو کې ووژل شوي.


چارواکو د جمعې پر ورځ وويل په دی نښته کې پینځه سرتېري ژوبل شوي هم دي.

له جنورۍ مياشتې راهيسې وخت په وخت هلته طالبان له حکومت پلوه وسله والو ډلو سره جګړه کوي.

په خپلواکه توګه د شخړو او مرګ ژوبلی تصديقول ځکه ګران کار دى، چې د جګړې لرې پرتې سيمې ته خبريالان لاس رسى نه لري.

په تيرا دره کې له جنورۍ راهيسې د جګړو له کبله شا و خوا ٤٤زره خلک بې کوره شوي دي.
XS
SM
MD
LG