د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې په لسګونه مشکوک کسان نیول شوي دي


کراچۍ - پولیس چارواکي وایي، د جمعې او خالي په منځنۍ شپه یې د ښار په یو شمېر برخو کې د لټون عملیات کړي او ۶۴ مشکوک کسان یې نیولي دي.


په کراچۍ کې د رېنجر ځواک ویاند میجر سبطین لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي د دغه ځواک سرتېرو تېره شپه د سهراب ګوټ په سېمه کې د لټون د عملیاتو په ترځ کې د ۵ ازبکانو ترڅنګ ۲۴ کسان نیولي دي.

د رېنجر ځواک ویاند زیاته کړې له نیول شویو کسانو څخه یې وسله هم ترلاسه کړې ده .

بلې خوا د کراچۍ د پولیسو ترجمان عمران شوکت مشال راډیو ته ویلي په دې ورستیو کې امنیتي ځواکونو د ښار په بیلا بیلو برخو کې د پلټنې عملیات تیز کړي دي او ناقانونه ډلو ځینې مشکوک غړي یې نیولي دي.

دې وایي: ((د ګلشن بونیر، سهراب ګوټ، اورنګي ټاون او بلدیه ټاون په سېمو کې امنیتي ځواکونو د پلټنې هدفي عملیات کړي دي. مشکوک کسان مو وسله په لاس نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې په جرمونو کې ککړ د ناقانونه ګرځول شویو ډلو غړي هم شامل دي.))

یاده دې وي تېره ورځ پولیس چارواکو، د کراچۍ په لاسي ګوټ سېمه کې پولیسو سره د مقابلې په مهال د وسله والو طالبانو د کمانډر نعمت الله د وژنې خبر هم ورکړی دی.

په کراچۍ ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا د لټون عملیات په یو داسې وخت کې تېز شوي دي چې په ستره محکمه کې د کراچۍ د نا امنۍ کېس اورېدنه روانه ده.

د جمعې پر ورځ، د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودري امنیتي ځواکونو ته حکم کړی چې په راتلونکو ۷ ورځو کې دې د کراچۍ په ښار کې نوګو ایریاز یا هغه سېمې چې د بلې سېمې خلک ورته نشي ورتلې ، ختمې کړي.

پولیس چارواکو په عدالت کې منلې ده چې په کراچۍ ښار کې ۴۲ ځایونه داسې دي چې د بلې سېمې خلک هلته نشي ورتللای.

په دغو سېمو کې منګوپیر، پیراباد، سهراب ګوټ، سلطان اباد، عزیز اباد، جیکسن، پي آی بي کالونۍ، لیاري او یو شمېر نورې سېمې شاملې دي.

د سیمه ییزو رسنیو له وینا سره سم، په یادو شویو علاقو کې ځینې سیمې د ایم کیو ایم ګوند، ځینې د اې این پي او لیاري امن کمېټۍ او ځینې علاقې بیا د یو شمېر ناقانونه ګرځول شویو مذهبي ډلو په ولکه کې دي.
XS
SM
MD
LG