د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي کوریا په لسګونه زره کارګر له کار پاتي شول

د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ وايي، د کای سونګ په صنعتي سیمه کې شا و خوا ۵۳۰۰۰ کار کوونکي نن کار ته نه دي تللي.


په دې کمپلېکس کې د دواړو کوریا ګانو کار کوونکي کار کوي او دا صنعتي سیمه د شریکې پولې په شمال کې ده.

خبري اژانس د جنوبي کوریا یووالي وزارت له طرفه ویلي، کار د شمالي کوریا بوټو نهالولو ورځې لمانځلو له کبله درېدلی دی.

دا لومړی ځل دی چې شمالي کوریا نن د دې ورځې په مناسبت رخصتي اعلان کړې ده.
شمالي کوریا د چارشنبې له ورځې راهیسې، په جنوبي کوریا کې دې صنعتي سیمې ته پرته له کار ګرانو د نورو خلکو تګ بند کړی دی.

هلته جنوبي کوریا ویلي، له کای سونګ سیمې خپلو کار ګرانو ایستلو ته تیاره ده. په ټاپو وزمه کوریا کې کړکېچ زیات شوی دی. د شمالي کوریا د اټومي حملې تر ګواښ وروسته جنوبي کوریا او د دې ملګري امریکا په سیمه کې دفاعي ګامونه اخیستي دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG