د لاسرسي ځای

تازه خبر

بډه بېرې ګریډ سټېشن ته د یو ارب روپو زیان اوښتی


د بډې بېرې برېښنا کوټ
د بډې بېرې برېښنا کوټ


غلام غوث
د پېښور د شيخ محمدو په بډه بيره کې د نا معلومه وسلوالو په بريد کې د چارواكو په وينا د يو ارب روپو مشينرۍ ته زيان رسيدلی دی او د ګريډ د بيا ودانۍ او زيان د جاج اخیستلو لپاره یې يوه كميټۍ هم جوړه كړېده.


په پيښور کې د بجلۍ د رسد محكمي پيسكو د مطبوعاتو د څانګي مشر شوكت افضل مشال ريډيو ته وويل((په ګريډ چې كوم بريد شوي په هغه کې د تاوان په اړه د ابتدايي اندازې مطابق له اتيا كروړو نه واخلې تر يو ارب روپو پورې مالي تاوان شوی دی،اوس زموږ ټيمونه دغلته ورغلي دي او هغوی جاج اخلي چې كوم څيزونه خراب شويدي او د كومو هغو مرمت کېدای شي او تر څو چې د بجلۍ د كميدو خبره ده نو بجلي موږ په متبادله طريقه سمه كړېده او د معمول مطابق د مخکې په رنګ لوډشيډنګ کېږي))

مشال ريډيو سره په خبرو اترو کې د پيسكو ترجمان شوكت افضل زياته كړه چې د شيح محمدو ګريډ سټيشن ته ډير زيات زيان رسول شوی دی خو دوی دا نه شي ویلای چې تر كومې نېټې به دا بيا ورغول شي خو د بيا رغونې كميټۍ په دې كار پيل كړی دی-

بل خوا د واپډا په محكمه کې د كاركوونكو اتحادیې له حكومته غوښتنه كړېده چې په دې پيښه کې د وژل شويو كسانو كورونیو ته دې شهيد پېکېج وركړي او تښتول شوي څلور كسان دې زر تر زره را خوشي كړي، ګنې دوی به بيا په احتجاجي توګه د ټولې صوبې بجلۍ بندوي.

د واپډا د ملازمينو د اتحادیې وياند علي ګوهر مشال ريډيو ته وويل ((موږ له حكومته غوښتنه كوو چې د وژل شويو كسانو كورنو ته دې پنځه دېرش پنځه دېرش لكه روپۍ په فوري توګه وركړل شي او تښتول شوي څلور كسان دي زر تر زره را خوشي كړي شي ، په ۳۱مه جنورئ دوه زره دولسم کې زموږ د پيسكو دري اهلكار او اته د ټيكدار كسان د بډه بيري نه تښتول شوي وو او د يو كال نه ډيره موده تيره شوه او زه په افسوس سره وايمه چې هغوی تر نن پورې راخوشي نه كړل شو، نن د بډه بيري د پيښې دريمه ورځ ده ،موږ تر درو ورځو ویر یا ماتم اعلان كړی دی اوكه چېري حكومت زموږ دا غوښتنې پوره نه كړې نو بيا به دوی ټولې صوبې ته د بجلۍ رسد بندوي))

د يادوني وړ ده چې د دوشنبې او سېشنبي په مينځنۍ شپه په شيخ محمدو کې په ګريډ سټيشن د نا معلومه وسلوالو په بريد کې اوه كسان وژل شوي وو او څلور نور تښتول شوي وو-
XS
SM
MD
LG