د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: د ازاخیلو افغان کډوالو ته د وتو امر شوی


مجیب الرحمان انګار

د ازاخیلو کمپ یوشمیر کورنيو ته تر راتلونکې شنبې د سیمې پریښودو او جونګړو دنړولو خبرداری ورکړل شوی.


افغان کډوال وايي دا خبرداری دیوه ځايي اوسیدونکي له خوا ورکړل شوی او شکایت کوي، چې ځايي پولیس هم ورسره ملګري دي.

دوی ادعاکوي، چې له مخکني خبرداري پرته په ناڅاپي توګه په لنډ تنګ وخت کې له سیمې نه دوتو امر ورته شوی دی:

(نورمحمد : اتیا کورونو ته خبرداری ورکړل شوی چې په درېيو ورځو کې دې ووځي، موږ ډير بې وزلي خلک یو چې نه په بله سیمه کې د کورونو جوړولو او نه هم دکرايي کورونو نیولو وس لرو.
پرون يې دڅو کورونو ځینې برخې او هټۍ په بلډوزرو ونړول او ګواښ یې وکړ چې که تر شنبې ونه وځو ټول کورونه به په ورته ډول ونړول شي.
محمد ولي : دکلي خلک او پولیس راغلل او موږ ته وویل چې زرترزره باید ووځي کنه نو په زوره به مو وباسي.)
دوی همداراز وايي، چې پرون چهارشنبې یوشمیر کورونه په جزوي ډول نړول شوی او ورته ویل شوي چې که تر درېيو ورځو پورې ونه وځي نو کورونه به یې په زوره ونړول شي.

ازاخیل دپيښور ختیځ لور ته دنوښار ولسوالۍ په سیمه کې دلويې لارې پرسر موقعیت لري.

دغه کمپ، چې د۲۰۱۰م میلادي کال په سیلاوونو کې په بشپړه توګه له منځه تللی او وبو لاندې کړی و په پښتونخوا کې یو له ګڼ میشتو کمپونو و چې لاهم شاوخوا دوه زره کورنۍ پکې ژوند کوي.
دخیبرپښتونخوا حکومت داړوندې ادارې یا افغان کمیشنرۍ یوتن چارواکي، چې د نوم له ښوولو يې ډډه وکړه په تلیفون مشال راډيو ته وویل، چې د صوبايي حکومت دیوه ځانګړي فرمان له مخې ددغه کمپ چارې ځايي ادارې یا ولسوال ته سپارل شوي او دوی يې هيڅ واک نه لري.

دنوښار ولسوالۍ یوتن امنيتي چارواکي، چې نه يې غوښتل غږيې ثبت شي په تلیفون مشال راډیو ته یواځې همدومره وویل، چې دځايي چارواکیو له خوا دکمپ دهغې برخې، چې دیوه ځايي اوسیدونکي شخصي ملکیت دی د نړولو امر ورته شوی.

بلخوا افغان مهاجرین وايي دځمکې دملکیت ادعا نه لري او حاضردي چې له سیمې ووځي خو غوښتنه کوي، چې دبشري همدردۍ له مخې دې مناسب چلند ورسره وشي:

(دلوګر اوسیدونکی حاجي میر وايي: لوګر یوه له ناامنه سیمو ده هلته دیره خلک له بیکارۍ او نا امنیو سرټکوي نو موږ به څنګه وکولی شو چې ورشو.
بې وزلي خلک یو مالي ستونزې ډيرې زیاتې دي نشو کولی چې دلته په کومه بله سیمه کې ځانته جونګړې جوړې کړو.
۲ – نه دلارې کرایه لرو چې وطن ته ستانه شو او نه په کومه بله سیمه کې دکور جوړولو، ځکه نو له حکومته غوښتنه کوو چې له موږ سره دې هم د نورو کډوالو پشان چلند وشي او ترهغې چې عمومي امر نه وي شوی موږ دې نه ځوروي)

دځايي اوسیدونکیو دمعلوماتو له مخې ددې کمپ د شاوخوا دوو زرو کورنیو له ډلې لږ ترلږه اتیاهغو ته يې په درېيو ورځو کې دوتو امر شوی.

دغه مهاجرین چې له څه باندې درېيو لسیزو راهیسې په دې کمپ کې دیره دي وايي دمهاجرت قانوني اسناد لري خو په خبره یې نه پوهیږي چې ځايي اداره ولې داډول چلند ورسره کوي.

دکډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو ادارې یا UNHCR دمعلوماتو له مخې دا وخت څه باندې شپاړس لکه راجستر شوي افغان مهاجرین په پاکستان کې ژوند کوي، چې لږترلږه یوملیون يې یواځې په خیبر پښتونخوا کې دیره دي.

دپاکستان دولت ددغو کډوالو داوسیدو قانوني موده چې په تیر دسمبر کې پای ته رسیدلې دروان میلادي کال تر جون میاشتې پورې تمدید کړې.
XS
SM
MD
LG