نن د زیارت ورځ د خیبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله د خیبر ایجنسۍ لواړګي ته د خپلې دورې پر مهال وویل چې په تیرا یا نورو سیمو کې ترهګري ختمول غواړي. او زیاتوي چې په راروانو انتخاباتو کې به د قبایلي سیمو خلکو ته د رایې اچولو لپاره ټولې سرکاري اسانتیاوې ورکوي.
په خیبر کې د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري له ګورنر سره یوه ځانګړې مرکه کړې او له هغه یې پوښتلي چې په قبایلي سیمو کې خرابو امنیتي حالاتو ته په کتو سره دوی د پرامنه انتخاباتو کولو لپاره څه ډول پلانونه لري؟