د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: له تیرا لس زره نور خلک بې کوره شول



د قبایلي سیمو چارواکي وايي د خېبر ایجنسۍ لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د وسله والو ډلو ترمنځه د نښتو له وجې خوا وشا لس زره نور خلک بې کوره شوي دي.

د قبایلي سیمې لپاره د قدرتي آفتونو د نظم د ادارې یو مشر مجاهد علي مشال رېډیو ته وویل دوی د بې کوره شويو خلکو د مرستو په لړ کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

د یادونې وړ ده چې په تیراه میدان کې د تیرې څه مودې راهیسې حکومت پلوه وسله والې ډله انصارلاسلام د لشکر اسلام وسله والې ډلې سره په جنګ اخته ده خو په دې ورستیو کې دغلته وسله والو طالبانو هم د انصار اسلام خلاف جنګ شورو کړی اوځینې ځایونه یې نیولي چې له وجې یې د چارواکو په وینا خواوشا پنځوس زره خلک د وړاندې نه بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG