د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو دوحه دفتر: کرزي د قطر امیر سره ولیدل


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یوه مقاله راغلي افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلې دورې پرمهال په دوحه کې د قطر امیرسره ملاقات کړی چې په دغه هېواد کې د طالبانو لپاره د دفتر د خلاصولو په امکاناتو خبرې وکړي.


دورځپاڼې په وینا له دې ګام سره کیداﺉ شي چې له سخت دریځه اسلامي غورځنګ سره د تشدد ختمولو په لړ کې د سولې لپاره خبرې اترې شورو شي. ځکه چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه نړیوال جنګي ځواکونه له افغانستانه وځي.

واشنګټن پوسټ لیکي افغان حکومت لا د وړاندې په قطر کې دطالبانو د دفتر خلاصولو باندې سلا شوي ول خو په دې لړ کې یې دا شرطونه ایښي ول، چې طالبان به له القاعده سره تعلقات ختموي او د تره ګرۍ غندنه به کوي. له طالبانو سره د جوړ جاړي د ممکنه خبرو اترو مشري به د افغانستان د سولې عالي شورا کوي چې پکې پخواني طالبان هم شامل دي.

ورځپاڼه زیاتوي د ولسمشر کرزي لخوا طالبانو سره دخبرو اترو د خواهش او په دوحه کې دهغوی لپاره دفتر خلاصولو ته د رضا کېدلو باوجود لا هم طالبانو دا وړاندیز نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG