د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د۱۱ وزیرانو استیضاح کېږي



د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د کابینې د یولسو وزیرانو تر استیضاح وروسته به د دوی په اړه پریکړه وکړي.

نن ددې جرګې غونډې ته د اقتصاد، کانونو، سوداګرۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزیران ورغوښتل شوي ول چې د وکیلانو پوښتنو ته ځواب و وایي.

خو د دوی په اړه کومه پریکړه و نه شوه.

دا وزیران ددې لپاره استیضاح کیږي چې د ولسي جرګې د مسولینو په وینا په ۱۳۹۰ لمریز کال کې یې له پنځوس فیصدو څخه کمه پراختیایی بودیجه مصرفه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG