د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی د قطر دچارواکو سره د طالبانوپه اړه خبرې کوي



د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د قطر په سفر دی. نوموړی به قطري چاوراکو سره په افغانستان کې د سولې د پروسې او په دغه هيواد کې دطالبانو لپاره د سياسي دفترد پرانستلو په اړه خبرې وکړي.

تمه ده چې طالبانو ته د دفتر د پرانستلو په اړه سلا مشورې او دوه اړخیزې مسلې د افغان ولسمشر او د قطر د امیر تر منځ د ننیو خبرو اترو د ايجنډا په سر کې وي.

د ولسمشر حامد کرزي یو ویاند فایق واحدي قطر ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه مشال راډيو ته وویل:

(( ټاکل شوې ددې سفر په ترڅ کې د سولې په بیلا بیلو اړخونو خبرې وشي. په دې سفر کې به وسله والو طالبانو ته په دوحه کې د دفتر د پرانیستلو په اړه هم د قطري چارواکو سره خبرې وشي. ))

د ولسمشر کرزي ددفتر نه خپرې شوې يوي اعلاميې کې ويل شوي چې يو لوړ پوري پلاوي هم په دی سفر کې شامل دي. په دي کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني هم شامل دي.

د ولسمشر کرزي سفر په داسي حال کې کيږي چې د مارچ په ۲۴ مه نيټه افغان بهرنيو چارو وزارت ويلي وو قطري چارواکو سره به طالبانو لپاره د دفتر پرانستلو په اړه هم خبرې وشي. افغان حکومت د طالبانو د دفتر پرانستلو حمايت کوي خو وايي چې وسله وال بايد له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو څخه لاس واخلي.

بلخوا ايسوسي ایټډ پريس اژانس ليکي چې افغان طالبانو تر اوسه پورې د ولسمشر کرزي له خوا د امن خبرو اترو او د قطر چاوراکو لخوا په دوحه کې د دفتر پرانستلو وړانديزونه نه دي منلي.

اژانس ليکي چې طالبانو له کرزي حکومت سره نېغ په نېغه خبرو اترو نه انکار کړی، طالبان وايي چې دوی به له امريکا سره خبرې اتري کوي. خبري اژانس ليکي چې د طالبانو استازو په دي روستيو کې له نورو هيوادونو له استازو سره هم خبرې اترې کړي دي. خبري اژانس د يو امريکايي چارواکي په حواله ليکي چې په دي ورستيو کې طالبانو له دیرشو هيوادونوله استازو سره خبرې کړي دي، او له امريکا سره يې هم غير مسقيم خبري کړي دي.
XS
SM
MD
LG