د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیمه کې امن: د پاک ، افغان دیني عالمانو بحث


د مشال او ازادي راډیوګانو ځانګړي پروګرام تر شنه اسمان لاندې کې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان زموږ مېلمانه وو.


دیني عالمانو تل د اسلامي هیوادونو په سیاسي انکشافاتو او تحولاتو کې مستقیم یا غیرمستقیم رول لرلی دی.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې د جهاد فتوا دیني عالمانو صادره کړه.

د مجاهدینو د اکثره ډلو مشري هم روحانیونو کوله چې ورسره په سیاسي صحنه کې د مذهبي ډلو رول لا غښتلي شو.

خو دیني عالمان هم د سیاستوالو او نورو خلکو په شان نه دي توانېدلي چې د سیمې د مهمو ستونزو په باب ګډ دریځ خپل کړي.

افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم او افراطیت ښکار دي. په دواړو خواوو کې انتحاري او بمي حملې کېږي، ښوونځي سوځول کېږي، ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل کېږي.

د دواړو هیوادونو چارواکي دا بریدونه غندي او د مخنیوي لپاره یې په خپل منځ کې د همکارۍ ژمنې کوي . د دواړو خواوو اکثره دیني عالمان هم د تشدد، انتحاري حملو او افراطیت مخالفت کوي خو بیا هم په یو لړ مهمو مسایلو کې د مشترک دریځ په خپلولو نه بریالي کېږي.

په دې خپرونه کې به، چې دوه ساعته دوام کوي، د دواړو خواوو د اختلاف په مواردو او دغه راز د اختلافاتو د حل کولو پر لارو چارو خبرې کړي.

د پاکستان د علماوو د شورا مشر علامه طاهر اشرفي

د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا ګل نصیب خان

د حقانیه مدرسې مهتمم او د سمیع الحق د جمعیت علما د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر مولانا یوسف شاه

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد
قاضي محمد امین وقاد د پخواني شوروي اتحاد د جهاد په کلونو کې د حزب اسلامي مرستیال و.

د افغانستان د علماوو د شورا غړی مولوي عنایت الله بلیغ

او الحاج مولوي مفتي حقنواز , مولوي صاحب حقنواز د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په بېلابېلو پوسټونو کار کړی او یوه موده په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو خاص استازی و.

دغه مناظره د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:58:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:59:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG