د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوريا وايي له جنوبي کوريا سره په جنګ دى



شمالي کوريا وايي له جنوبي کوريا سره د جنګ حالت ته داخله شوې ده. په هغه دولتي بيان کې چې نن خپور شوى راغلي، سر له اوسه د کورياګانو اړيکې د جنګ حالت ته داخلې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټول مسايل به يې پر اساس حلېږي.


د شمالي کوريا په بيان کې د چارواکو په حواله ليکل شوي، د کوريا په ټاپووزمه کې اوږدمهاله وضعيت چې نه جنګي او نه سوله ييز و او اوس پايته رسېږي.

په بيان کې دا خبردارى هم ورکړل شوى هر ډول پوځي اقدام به د بشپړې شخړې او اټومي جنګې سبب شي.

په ١٩٥٣م کال کې يوه لنډ مهاله اوربند د کوريا د جنګ د ختمېدو سبب شو، خو دواړه کورياګانې په تاکتيکي لحاظ په جګړه کې پاتې وې.

د جنوبي کوريا حکومت د شمالي کوريا وروستۍ اعلاميه رد کړې او د پاروونکو خبرداريو دوام يې ګڼلى دى.

بله خوا په واشنګټن کې د ملي امنيت د شورا وياندې کايتلين هېدن ويلي، شمالي کوريا د ګواښلو او جنګي لفاظيو اوږد تاريخ لري او نننى اعلان يې هم د پخوانيو هغو دوام دى.

هېدن زياته کړه امريکا به د شمالي کوريا د ګواښ په وړاندې اضافي اقداماتو ته ادامه ورکړي.

کله چې شمالي کوريا درېيمه اټومي ازموينه وکړه، په دې ټاپووزمه کې کړکېچ زيات شو، دغه ازموينه د نويو بنديزونو سبب شوه.

د جمعې په ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف خبردارى ورکړ، چې دغه وضعيت به د بحران سبب شي:

”د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له متناسب او د نړيوالې ټولنې له مجموعي عکس العمل سره- سره اندېښمن يو. د شمالي کوريا په شا و خوا کې ځينې يواړخيز اعمال ترسره شوي، چې هغه زياتېدونکى پوځي فعاليت دى. موږ به وګورو چې وضعيت به له کنټروله ووځي او يوې شريرې دايرې ته به داخل شي“

لاوروف دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې چې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ يون د امريکا پر خاوره او ارام سمندر باندې د بريدونو لپاره د توغنديو د چمتو کولو امر وکړ.

دولتي رسنيو د پنج شنبې د ورځې اقدام د امريکا د هغو جنګي بم غورځوونکو په وړاندې يو عکس العمل بللى چې د شمالي کوريا پر ټاپووزمه کې الوتنې کړې وې.

شمالي کوريا له مارچ مياشتې له پيله چې امريکا او جنوبي کوريا ګډ پوځي تمرينات پيل کړل، پر جنوبي کوريا او امريکايي اهدافو د بريدونو ګواښونه کوي.

شمالي کوريا د چهارشنبې خبردارى ورکړ، چې هره شېبه ښايي جنګ پيل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG