د لاسرسي ځای

تازه خبر

“وخت رارسېدلی چې له امریکا سره حساب کتاب وکړو”




د راپورټونو ترمخه د شمالی کوريا مشر پر امريکا، جنوبي کوريا او ارام سمندرګي کې پر امريکايي پوځي اډو د راکتي بريدونو کولو د تياري حکم ورکړي.

د جنوبي کوريا سرکاري رسني وايي، چې کيم جونګ يون په دې اند دې چې وخت رارسيدلي، امريکا سره حساب برابر کړي.

دا اعلان په داسي حال کې مخی ته راغلي چې په ايټمي وسلو سمبال د امريکا دوه جنګي جازونو جنوبي کوريا ته الوت کړي. د امريکا او جنوبی کوريا ترمينځ ګډ پوځي مشقونه هم روان دي.

شمالی کوريا چې تيره میاشت يې دريمه ايټمي تجربه کړي وه، په روستيو اونيو کې پر امريکا او جنوبي کوريا د ايتمي برید کولو دړکه ورکړي وه.

بلخوا د امريکا د دفاع وزير چک هيګل وايي، چې د شمالی کوريا هر قسمه جارحيت ځواب ورکولو ته تيار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG