د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر ایجنسۍکې انتخاباتي هلې ځلې پیل شوې



په قبایلي سیمه خیبر ایجنسۍکې هم د ملک د نورو برخو په څیر د روان کال د مۍ د ۱۱ د انتخاباتو د پاره هلې ځلې پیل شوي دي.


په خیبر ایجنسۍ کې به د قامي اسمبلۍ د پاره په دوه حلقو (این اي) ۴۵ او (این اي) ۴۶ کې انتخابات ترسره کېږی، په ۴۵ حقله کې لنډې کوتل او جمرود تحصیلونه شامل دي او په ۴۶ حلقه کې د باړې او تیرا سیمې شاملې دي.

د خیبر پولیټیکل چارواکو د وینا تر مخې تر اوسه په دواړو حلقو کې څه د پاسه څلویښتو امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه وصول کړې دي، چې په دې کې د یو شمیر ازادو امیدوارانو په ګډون د پاکستان بیلا بیلو سیاسي ګوندونو امیدوراران هم شامل دې او په اول ځل به د ګوند یا پارټۍ په ټکټ په دې انتخاباتو کې برخه اخلي.

په خیبر سېمه کې عوامي نېشنل ګوند،جماعت اسلامي پاکستان تحریک انصاف ،پیپلز پارټۍ،جمعیت علما اسلام (ف) اومسلم لیګ (ن) خپل امیدواران نامزد کړې دي.

دغه سیاسی او ازاد امیدواران په حجرو کې غونډې کوي او په ټوله سیمه کې په کورونو او بازارونو کې د دغو ګوندونو او ازادو امیدوارانو جنډې او پوسټرې لګیدلې دي.

دا چې د خیبر پولیټیکل انتظامیه به په راروانو انتخاباتو کې په دې سیمه کې څه ګامونه پورته کوي په دې حقله باندې د خیبر د ۴۵ حلقې ریټيرننګ آفیسر مرستیال پولیټیکل ایجنټ ډاکټر عظمت وزیر مشال راډیو ته وویل

(( موږ هڅه کوو چې په خیبر کې دغه انتخابات شفاف وي او په پرامن ماحول کې وشي،دې د پاره به موږ امنیتي ځواکونه او خاصه دار ځای په ځای کوو او د پولنګ سټشنو حفاظت به کوو او په حجرو کې چې کومې غونډې کیږي هغو ته به هم سیکورټی ورکوو))

د خیبر ایجنسۍ د الیکشن کمېشن د دفتر په وینا دا ځل د خیبر په دواړو حلقو کې خوا وشا درې لاکه او شل زره ووټ رجسټر شوي دي، چې دوه لاکه او درې زره په کې نارینه او یو لاک او اولس زره په کې ښځې شاملې دي.

د خیبر سیمې یو اوسېدونکې لطف الله وايي

((دا یوه ښه موقع د چې موږ ځان د پاره داسې ایمانداره خلک وټاکو چې دوی زموږ مشکلات حل کړي او داسې کس وټاکو چې د سیمې خلکو د پاره کارونه وکړي))

د یادې سیمې یو بل تن شاه جهان آپریدۍ وایي،

(( زه به د داسې پارټۍ امیدوار ته ووټ ورکوم چې د قبایلو په حال رحم وکړی او د ستونزې یې هوارې کړي))

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په ۴۶ حلقه یعنی باړه او تیرا کې د تېرې اوږدې مودې راهېسې بد امني د او پوځ او وسله والو ډلو ترمنځه په کې د نښتو له امله په زرګونه خلکو خپلې کډې ویستلي دي.

دا چې د دغې حلقې اوسیدونکي او بې کوره شوي خلک به د خپل ووټ استعمال څنګه او چرته کوي په دې حقله باندې د خیبر ایجنسۍ ایډیشنل پولیټیکل ایجنټ عطا الرحمان اورکزی وايي،

(( موږ کوښښ کوو چې د باړې په هغې برخو کې پولنګ سټیشنې جوړې کړو چرته چې د امنیت وضعه ښه ده او چې کوم خلک د باړې او تیرا نه بې کوره شوې دي هغوی د پاره مو هم پلان تیار کړي دي او ډېر زر به دغو ټولو کډوالو ته معلومات ورکړو چې دوې به خپل ووټ چرته اچوي))

د خیبر ایجنسۍ د ۴۵ او ۴۶ حلقې اسېدونکی وايي چې باید پولیټیکل چارواکي په دې سیمو کې د شفاف او پرامن انتخاباتو د پاره کوټلی ګامومه پورته کړي،،،
XS
SM
MD
LG