د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې انتخاباتي کیمپېن او ننګونې



پراګ - د پاکستان په تاریخ کې په لومړي ځل سیاسي ګوندونو ته په قبایلي سیمو کې د سیاسي هلو ځلو او انتخاباتي کیمپېن کولو اجازه ورکړل شوې ده. خو په اووه واړه قبایلي سیمو کې امنیتي وضع د ډاډ وړ نه ده. د مثال په توګه د خیبر اېجنسۍ په باړه کې پوځي عملیات روان دي او په تیرا کې وسله والو طالبانو د سیمې واک په خپل لاس کې اخیستای دی.


همدا راز، په شمالي وزیرستان کې پوځ پروت دی او وخت په وخت په کې د نا امنۍ پېښو تر څنګ ګرځبندیز یا کرفیو لګول کېږي. په کورمه او اورکزو کې هم امنیتي حالات خراب دي او وخت په وخت د پوځ او وسله والو تر منځ په کې نښتې کېږي.

په داسې حالاتو کې ایا هلته انتخاباتي کېمپېن کېدای شي؟

په اسلام اباد کې د قبايلي چارو شنونکی ایاز وزیر وايي، د انتخاباتي کیمپېن له پاره په قبایلي سیمو کې هیڅ اقدامات نه دي شوي.

د ده په خبره، هلته د سیاسي مشرانو د حفاظت هیڅ بندوبست نه دی شوی.

که بیا هم پوځ ته د مداخلې اجازه ورکړل شوه نو بیا له دې سره دا هم کېدای شي چې ستاسې چې کومه موخه ده چې باید پاک او شفاف انتخابات وشي نو د هغې په اړه هم بیا پوښتنې پیدا کېدای شي.
جنرال (ر) طلعت مسعود

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو شنونکی او د پاکستان پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود له ایاز وزیر سره تر څه حده متفق دی چې په قبایلي سیمو کې د امنیت ستونزه ده، خو وايي بیا هم په ځینو ځایونو کې کیمپېن کېدای شي:

((ځېنې داسې سیمې به وي چې نسبتاً ارامې دي هلته څه کیمپېن کېدای شي. او زما په فکر پر ځای د دې چې عوامي جلسې وشي هلته [د سیاسي ګوندونو غړي] هر کور ته هم تللای شي [د رایې یا ووټ غوښتو له پاره]. او یا د انتخاباتو له پاره په یوه ډول جرګې هم استعمالېدای شي.))

ایاز وزیر وايي، پر خرابو امنیتي حالاتو سربېره په قبايلي سیمو کې د یوه قانون تر مخې پوځ ته ډېر زیات واک ورکړل شوی دی.

دی وايي، هلته یو ډول پوځي قانون رایج دی او په داسې حالاتو کې د انتخاباتي کیمپېن او انتخاباتو په سم ډول کېدل هم مشکوک ښکاري.

که په نا امنه سیمو کې ولسمشر د انتخاباتي کمېشن تر څار لاندې پوځ ته د انتخاباتي کیمپېن د امنیت ذمه واري وسپاري نو بیا دا عمل سره د انتخاباتو پر مخ تللای شي؟

جنرال طلعت مسعود وايي، پر دې سربېره چې د پاکستان پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني ویلي چې د الېکشن کمېشن مرسته به کوي، د پوځ انتخاباتي عمل ته داخلول ښايي د انتخاباتو شفافیت په اړه پوښتنې پیدا کړي:

((لومړی خو به دومره پوځ وي نه چې [په هرې قبایلي سیمه کې] ځای پر ځای کړل شي. خو که بیا هم پوځ ته د مداخلې اجازه ورکړل شوه نو بیا له دې سره دا هم کېدای شي چې ستاسې چې کومه موخه ده چې باید پاک او شفاف انتخابات وشي نو د هغې په اړه هم بیا پوښتنې پیدا کېدای شي. [لکه] ایا ریښتیا هم د خلکو [په خوښه] نمایندګان [ټاکل] شوي دي؟ او یا دا هم چې د امنیتي ځواکونو زیات استعمال سره ښايي د خلکو استازي توب په یوه ډول منصفانه نه وي.))

کار پوهان په دې اند دي چې که په نا امنه سیمو کې کیمپېن و نه شي هم خو باید د انتخاباتو له پاره امنیت سم وساتل شي او په انتخاباتي عمل دننه کې هیڅ یوه امنیتي اداره دخیله نه کړای شي.
XS
SM
MD
LG