د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې ګڼ سیاستوال له یوه ګونده بل ته اوښتي


خالد خان مشال راډیو

پېښور: -په خیبر پښتونخوا کې د ټول ټاکنو اعلان سره سم سیاسي ګوندونو په ټاکنو کې زیات نه زیات سیټونو ګټلو له پاره هغه خلکو ته هم ټکټونه ورکړي دي چې په تیر حکومت کې له واکمنو ګوندونو سره وفادار وو .


په پښتونخوا کې ټول سیاسي ګوندونو راتلونکې ټاکنو له پاره د خپلو امیدوارانو نومونه اعلان کړي دي او که وکتل شي نو د پاکستان مسلم لیګ نواز او جمعیت عماءاسلام هغه سیاسي خلک یا پخواني وزیران د خپل ګوند له اړخه ټاکلي دي چې تیر وختونو کې له عوامي نیشنل ګوند ،پاکستان مسلم لیګ ق یا نور ګوندونو سره تړلي ول.

پاکستان مسلم لیګ امیر مقام ته چې د ق لیګ پخوانی صوبایی صدر وو د قامي اسمبلۍ دوه او یو د صوبایي اسمبلۍ ټکټ ورکړۍ دۍ.

دغه شان د عوامي نېشنل پارټۍ سره وفادار صوبایی وزیر قاضی محمد اسد له هري پوره د صوبايي اسمبلۍ امیدوار دۍ. دغه شان فرید توپان، افتخار مومند ، ثناءالله میا خیل ، وجیه الرحمان ،سلیم سیف الله خان، راجه فیصل زمان او نور داسې نومونه هم دي چې تیرو ټاکنو کې د نورو سیاسي ګوندونو په ټکټ د اسمبلۍ غړی وو.

دغه شان جمعیت عماء اسلام د بونیر ضلعې نه عوامي نیشنل ګوند پخوانی د قامي اسمبلۍ غړی استقبال خان ، د چارسدی نه فضل شکور خان ، له لکی مروت نه د مسلم لیګ نواز پخوانی صوبايي اسمبلۍ غړی منور خان ایډوکیټ او هنګو نه شیرپاؤ ډلې عتیق الرحمان ته ټیکټونه ورکړي دي.

او دغه ډول د سیاستوالو د سیاسي وفادارۍ بدلولو له کبله عوامي نیشنل ګوند تر ټولو زیات اغیز من شوی دۍ.

دغه شان د ټکټونو په تقسیم په سیاسي ګوندنو کې دننه هم اختلافات مخې ته راغلي دي ، او پښتونخوا په ډیرو ضلعو کې به دغه خپه سیاسي خلک د خپلو ګوندونو امیدوارانو خلاف په آزاد حیثیت ټاکنو کې برخه واخلي.

دغه سیاسي وفادارۍ بدلول او خپګانونه به په راتلونکو ټاکنو څومره اثر ولري د سیاسي چارو کار پوه قریش خټک وايي، په کار ده چې سیاسي ګوندونه خپل منشور او نظریه په مخ کې بوځي نه چې دغه مفاد پرسته ټوله.

د یادونې ده چې خیبر پښتونخوا کې هر سیاسي ګوند راتلونکو ټاکنو له پاره د امید وارانو لیسټ خپور کړی دی خو لا تر اوسه پورې په پښتونخوا کې هیڅ یو سیاسي ګوند تر مینځه انتخابي اتحاد نه دۍ رامنځ ته شوی.
XS
SM
MD
LG