د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلوزو کېمپ چاودنې خلکو کې ویره اچولې


رابعه اکرم مشال راډيو
اسلام آباد:- جلوزو کډوال کيمپ کې تيره اونۍ د بمي چاؤدنې له کبله په کيمپ کې ميشت يو شمير کډوال د خپل حفاظت په اړه انديښمن دي او حکومت نه غوښتنه کوي چې حفاظتي انتظامات دې ورته وکړل شي.


په دې اړه باجوړ سيمي سره تعلق لرونکې زرڅانګه چې د تيرو دريو کالو راهيسې په کيمپ کې اوسيږي، مشال راډيو ته وويل په دغه تيرو کلنو کې دومره فکر ورسره نه وو چې څومره ورسره اوس له دې بمې چاؤدنې پس پيدا شوی دى.

دې زياته کړه چې،، زموږ خپل خپلوان پکې ژوبل شوي دي او څۀ پکې اوس هم روغتون کې پراته دي، بس اوس غواړو چې زموږ په کلې کې امن راشي چې په خير خوشالو واپس شو. موږ دې چاؤدنې ډير پريشانه کړي يو ، اوس هم زموږ زړونو کې ويره ده ، خطر دی. نارينه او ماشومان خامخا بهر وځي را وځي، څوک په کور کې کېناستلای نه شي. نو خلک ډير پريشانه دي،،

په کيمپ کې اوسيدونکې يوه بله ميرمن وايي، چې اوس د هغې هره ورځ له پريشانۍ سره تيريږي او د خپلې کورنۍ فکر ورسره هر وخت وي.

،، موږ هم وېرېږو او ماشومان هم ، که په کور کې څۀ راپرېوځي نو ماشومان وېرېږي، زما په کې خاوند هم ژوبل شوی دی ، هغه وخت په ډيپو کې وو، لاس ګاډی چلوي. موږ دا غواړو چې بس زموږ په سيمو کې دې امن راشي ،،

په کيمپ کې اوسيدونکې نه صرف زنانه د حفاظت په اړه انديښمنې دي بلکې نارينه هم ځان غير محفوظه ګڼي. د مهمند ايجنسۍ يو کډوال عبدالسلام هم په دې سلسله کې مشال راډيو ته وويل چې دا کډوال ځان غير محفوظه ګڼي او دوی به چې کومې هلې ځلې د خپلو مسلو د هوارولو لپاره کولې نو هغه ترې اوس هم پاته دي.

،، د خپلې علاقې د حالاتو نه د کډوالو په زړونو کې ويره خوره ده او لا دلته هم مسلو سره مخ شول ، بازارونو ته نه ځي ، ګنړې ځايې ته نه راوځي، هاغه ناستې چې کومې به دوي کوالاې، په خپلو مسلو به يې خبرې اترې کوالاې، هاغه هر څه پاتې دي ،،

په کيمپ کې يو غير سرکاري ادارې سره کارکونکې نيلم مشال راډيو ته وويل چې نه صرف کډوال وېرېدلي دي بلکې دوی هم ويره محسوسوي. ده دې په وينا چې ،، خلک وېرېدلي دي ، په کورونو کې ناست دي ، سړي خو بيا هم لږ ډير وځي، د مخکې نه دوی دومره غټ بحران نه راوتي دي ، او په دباو کې دي. دا ځای ورته محفوظه ښکاريدو نو دلته هم ورسره دا حادثه وشوه ، نو اوس دې کې بعضې خلک داسې دي هغوی وايي چې بس له دلته نه لاړ شي،،

کيمپ کې د حفاظتي انتظاماتو په اړه د خيبر ايجنسۍ يو کډوال عدل ميران مشال راډيو ته وويل چې په کار ده حکومت پدې اړه څۀ غور وکړي ګنې نور به هم دا کډوال له ستونزو سره مخامخ شي.

،، موږ د وفاقي حکومت، صوبايې حکومت او ملګرو ملتونو نه دا خواست دی چې دې کيمپ د انتظام په اړه دې ګامونه پورته کړل شي او د داسې قسمه پېښو مخنيوی دی وکړل شي،،

کله چې مشال راډيو په دې اړه د خيبر پښتونخوا د صوبايې افت ادارې (پي ډي ايم اې) وياند عدنان خان نه وپوښتل نو هغه وينا وه چې دوی د کيمپ د حفاظت لپاره خپلې هلې ځلې کوي.

،، کيمپ ته د ملګرو ملتونو يوې ډلې د نوښار ضلعې پوليسو افسر سره دوره کړې وه چې د سيکيورټي انتظاماتو جاج يې اخيستۍ وو . او اوس به دغلته داسې کار کيږي چې کوم مصروف ځايونه دي نو د هغه ځايونو حفاظت به خاص خيال ساتل کيږي ، کيمپ ته به د ګاړو داخلې اجازت نه وي، او له دې علاوه د خلکو جامه تلاشي به هم کيږي،،

د ذکر وړ ده چې دا وخت قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي تقريبا دولس نيم زره کډوال په جلوزو کيمپ کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG