د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور :یو سرکاري افسر هدفي برید کې ووژل شو



غلام غوث مشال ريډيو

پيښور: په پيښور ګلبرك کې نن(شورو ورځ) له شییعه فرقې سره تعلق لرونکی يو سركاري ملازم خواجه عمران سهار اتنيمي بجې د نا معلومه كسانو په ډزو کې ووژل شوږ نوموړی په ميوينسپل كارپوريشن پيښور ټاون درېیم کې ملازم وو.


په دې لړ کې د پيښور کېنټ اي ايس پي بلال ظفر مشال ريډيو ته وويل چې خواجه عمران نن سهار له خپل زوی د امتحان لپاره سكول ته رسولو چې په د ګلبرګ په عزت خان چوك کې د نامعلومه كسانو په ډزو کې ووژل شوږ نوموړي مشال ريډيو ته وويل چې د خواجه عمران زوی رضا علي په دې پيښه کې ژوبل شوی دی او په ليډي ريډنګ روغتون کې يې علاج روان دي-

تر دې دمه د دې پيښي پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو له څه مودې راهیسې په پيښور کې د شییعه فرقې يو شمير وګړي وژل شويدي.

د شییعه فرقې د هدفي وژنو په باب په پيښور کې د ډان ورځپاڼې خبريال علي حضرت باچا مشال ريډيو ته وويل:

((تاسو وليدل چې ډاكټر رياض حسين شاه ووژل شو بيا ډاكټر شاه نواز ووژل شو،د هغي نه پس دوه وکېلان ووژل شو،هغه بله شپه د يو جنرل سټور مالك ووژل شو او نن دا پيښه وشوه، دا ټول شییعه ګان وو،او خبره دا ده چې دلته د شییعه سني خپل مينځي تعلق هم ښه دی، شییعه ګان چې پريس كانفرنس وكړي نو الزام په سونيانو نه اچوي،تيرو ورځو کې د دوی يو مشر په خبري كانفرنس کې ويلي وو چې د دې پيښو الزام چرې هم په سنيانو نه لګوي او د سنيانو سره د دوی اړيکي ډير ښه دي خو په دې کې څوك درېيم لاس ككړ دی چې پوليس ته په كار دی هغه را په ډاګه كړي))

د اې ايس پي بلال ظفر په وينا د دې پېښې د لومړنيو پلټنو راپور په مقامي تاڼه کې درج كړل شوې ده او د پېښې په اړه پلټنې يې پيل كړېدي.
XS
SM
MD
LG