د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان عدالتونو له جمهوریت سره مرسته کړې


د پيښور های کورټ مشر جج دوست محمدخان
د پيښور های کورټ مشر جج دوست محمدخان


نيازاحمدخان مشال راډيو

د پيښور های کورټ مشر جج دوست محمدخان وايي په پاکستان کې جمهوریت خپله پنځه کلنه موده د اعلا عدالتونه په مرسته پوره کړه ؤ دی زیاتوي که چېري د عدالتونه مرسته نه واي نو جمهوري حکومت خپله موده نه شوای پوره کولای.


چيف جسټس پيښور های کورټ دغه خبرې په سوات مينګوره کې د پيښورهای کورټ بنچ چې ورته دارلقضاء وايي، د وکیلانو ټولنې نوې کابينې له لوري د لوړې یا سوګند کولو دستورې ته وکړې.

چيف جسټس زياته کړه، چې دا وخت د پاکستان دولت د نه منلو تر کچې د اړۍ ګړۍ او ګډوډۍ ښکار دی، عدليې ځینې سختې فيصلې او ګامونه پورته کړي دي چې ترې ځینې ادارې او خلک خوشاله نه دي خو د دوی موخه او مقصد دولت بچ کول دي او ولس ته په فوري او وړیا توګه انصاف ورکول دي.

نوموړي، زياته کړه چې د پاکستان سياسي مشران دې له وکيلانو جمهوريت زده کړي، ځکه هرکال په ټول پاکستان کې د وکيلانواتحادونه په خپلو بارونو کې ټاکنې کوي او تر اوسه په کې هېڅ ‌ډول لانجه او جګړه نه ده رامینځ ته شوې. بایلونکي تل ګټونکو ته مبارکي وايي او ټول کال په ګډه کار کوي.

له دې وړاندې د دارلقضاء های کورټ بار نوې ټاکلي شوي صدر حليم الله ايډوکيټ خپله وينا کې وویل، چې په سوات کې د ولس مقدمو حلولو لړۍ تيزه شوې ده او پخواني يا د زنډ ښکار مقدمې نشته، خو عدالت ته په کار ده، چې مقدمو هوارولو کې بیړه ونه کړي او د معيار په بنياد دې مقدمې هواروي.
XS
SM
MD
LG