د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:پولیسو یو تن ماشوم له تېښتونکو خوشې کړ




نجیب الله الوخیل مشال راډيو

دخوست ولایت دپولیسو له خوا یو تن ماشوم د تښتونکو له منګولو ژغورل شوی او د برمته کېدو په تور يې یو کس نیولی دی ،بل لوري ته دخوست دامنیه قوماندانۍ چارواکي دنوي کال په شپو ورځو کې دځانګړیو عملیاتو پرمهال دیو شمیر وسلو ،ماینونو، ځانمرګو واسکټونو او یوه اندازه نشه يي توکو دنیولو خبر ورکوي .

دخوست ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوی د یکشنبې په ورځ دخبري ناستې پرمهال درسنیو استازیو او خبریالانو ته وویل ،چې دامنیه قوماندانۍ منسوبینو دهغو ځانګړو عملیاتو پرمهال چې دنوي کال دلمانځنې لپاره يې دامنیت دلا ټینګښت په موخه درلودل ،په بیلابیلو سیمو کې یو شمیر وسلې ،مهمات.پوځي دریشۍ،دپرسونل او وسایطو ضد ماینونه او د ځانمرګو بریدونو لپاره تیار شوي واسکټونه ترلاسه کړیدي.

ښاغلي باقي زوی زیاته کړه ،چې دمخدره موادو پرضد ادارې پولیسو 50کیلوګرامه چرس ،دهغې لیږدونکی موټر او یو تن قاچاقبر لاس په لاس نیولي دي :

((د ځانمرګو واسکټونه ،پوځي دریشۍ او البسه باب ، چوونکي توکي او ماینونه چې تاسو يې وینئ زموږ دپولیسو له خوا نیول شوي دي ،داد میز پر سر چې کوم څه تاسو وینئ ،دا تر 50کیلوګرامو زیات چرس دي ،یو تن قاچاقبر او دا موټر چې له پکتیا څه يې خوست دا چرس رالیږدول دپولیسو لاس ته لویدلي دي.))

خوست امنیه قوماندان وویل ،چې دپولیسو دعملیاتو له لارې دقلندر په ولسوالۍ کې يې هغه ماشوم دتښتونکو له منګولو خلاص کړی دی،چې دوه میاشتې مخکې له خپل کوره تېښتول شوی وو.

د ده په وینا د دې تېښتولو په تور يې یو تن نیولی دی:

((داماشوم نعمت الله نومیږی،دعبدالقادر زوی دی او دکونډیو اوسیدونکی دی ، دوې میاشتې مخکې تښتونکيو پدې پلمه چې ګواکې دوی میلمانه دي ،ددوی کور ته ورغلي ول، دده دپلار پوښتنه يې کړې وه ، دی وهغو ته چای او ډوډۍ راوباسي ،بلاخره دهغو ی له خوا دا هلک تېښتول کیږي وروسته له مالوماتو زموږ دپولیسو له خوا دقلندر ولسوالۍ په مربوطاتو کې چټک عملیات پیل شول ،چې خوشبختانه موږ وتوانیدو وړم ماښام په 7بجو دا ماشوم لاسته راوړو او په تور يې هم یو تن ونیسو .))

دیادونې وړ ده ،چې پدې وروستیو کې دخوست ولایت په کچه امنیت نسبتاً ښه شوی او یو شمیر ځايي خلک هم دپیښو او بریدونو په مخنیوي او څرګندتوب کې له حکومت سره مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG