د لاسرسي ځای

تازه خبر

باګرام زندان افغان حکومت ته وسپارل شو


افغانستان کې ميشته بهرني ځواکونو نن د ګل پر ورځ په خبرپانه کې ويلي چې دوی په رسمي توګه د باګرام جېل چې اوس د پروان زندان په نامه ياديږي، واک افغان چارواکو ته وسپاره.

ټاکل شوي وه چې د دې جېل چارې د مارچ په نهم تاريخ افغانانو ته وسپارل شي خو د امريکا او افغانستان ترمنځ د هغه بنديانو د سپارلو په اړه آخري پريکړه ونه شوه چې امريکا يې خطرناکه ګڼي خو د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند دولت وزيري په دې اړه وايي:
افغان حکومت ټینګار کاوه چې د باګرام جېل بايد د افغانستان د خودمختارۍ مسلې ته په کتوسره دوی ته وسپارل شي.

د ايساف ځواکونو په ننۍ خبرپاڼه کې افغانستان کې د میشته امريکايي ځواکونو د قوماندان جنرل جوزيرف ډنفوذ له خولې ليکل شوي چې د باګرام جېل سپارل افغانانو ته د امنيتي چارو د ورکولو د لړۍ مهمه برخه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG