د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ټولټاکنو کې نوماندونه پېل شوې



احمد الله- مشال ريديو

اسلام آباد:- په راتلونکو ټولټاکنو کې د برخه اخیستو لپاره اميدوارانو خپل د نامزدګۍ کاغذونه جمع کول شروع کړيدي.


د خيبر پښتونخوا او قبايلې سيمو پشمول په ټول ملک کې اميدوارانو د راتلونکیو ټولټاکنو لپاره خپل د نامزدګۍ کاغذونه جمع کول شروع کړي دي او الېکشن کميشن وايي، چې د روانې مياشتې تر ٢٩ نيټې پورې اميدواران د نامزدګۍ کاغذونه د خپلو سيمو ريټرننګ افسرانو سره جمع کولای شي.

له مشال ريډيو سره په خبرو کې د خيبرپښتونخوا د الېکشن کميشن يو چارواکي سهيل احمد وويل، چې د خيبرپښتونخوا او قبايلې سيمو اميدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کول شروع کړي دي او دا ځل د اميدوارانو رهنمايي لپاره د نامزدګۍ کاغذونه د يو کتابچې په صورت کې چاپ کړل شويدي چې اميدواران فارم په اسانۍ سره ډک کړي.

نوموړي وويل، چې له ٣٠ مارچه د راتلونکې مياشتې تر ٥ نېټې پوري به د اميدوارانو د کاغذونو کره کتنه کيږې او که د هر اميدوار کاغذونه مسترد کړل شي نو کولای شي چې د اپريل ٦ نيټې نه تر ٩ نيټې پورې اپيل وکړي او اليکشن کميشن به د دوی په درخواستونو تر ١٦ اپريل پورې خپله فيصله اوروي او اميدواران به د راتلونکې مياشتې تر ١٧ نيټې خپل د نامزدګۍ کاغذونه بیرته اخیستلای شي.

په ١٨ اپريل يعنې د زيارت په ورځ به د اميدوارانو حتمې فهرست جارې کېږي او د مې مياشتې په ١١ نيټه به ټولټاکنې ترسره کيږي.

د اميدوارانو د کاغذونو کره کتنې لپاره ٧ ورځې مختص کړل شوې دي. سهيل احمد وايي چې د دوې په اند دا ورځې د کره کتنې لپاره پوره دي خو د تحريک استقلال ګوند مشر رحمت خان وردګ وايي، چې تير پارلمان ته پکار و چې دا موده د ٧ ورځو پر ځای يوه مياشت مقرر کړل شوې وای چې دا شان الېکشن کميشن د هر اميدوار کاغذونو په تفصيل سره جاج اخستۍ وای او چې کوم خلک په کرپشن يا غلا غدیو کې ککړ وي چې هغوی يې په راتلونکو ټولټاکنو لپاره نااهله ګرځولي وای.

په خيبرپښتونخوا اوقبايلې سيمو کې د پولنګ اسټيشنو د شميرې او عملې په باب سهيل احمد وايي، ((چې پولنګ اسټيشنو لپاره د عملې حتمي منظوري به ريټرننګ افسران ورکوي او اليکشن کميشن به بيا هغه کسان ټاکې او ترڅو چې د حساسو پولنګ اسټيشنو خبره ده نو صوبايي حکومت او متعلقه ادارې به موږ ته وايي چې کومې اسټيشنې حساسې دي او کومې نه دي، نو بيا به صوبايي حکومت او متعلقه ادارې دغه پولنګ اسټيشنو ته سيکيورټي ورکوي.))

ياده دې وي چې اليکشن کميشن يو چارواکې شبير احمد مشال ريډيو ته وويل، چې په ټول ملک کې به ٧٥ زره نه زياتې پولينګ استيشنې جوړوېږي او په دې اسټيشنو به تر ٦ لکو زياته عمله ګمارل کېږي.
XS
SM
MD
LG